چينايي چارواکي وايي، په دغه هېواد په تېره بيا د پايتخت بيجنګ په ګډون شمال او شمال ختيځو سيمو کې د يخنۍ نوې څپې سر پورته کړى، چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د دوى په خبره، د هوا پېژندنې ۳۱ الې يې د هېواد په مختلفو سيمو کې لګولي، چې د معلوماتو له مخې له ۱۹۵۱ کال راهيسې چين کې د يخنۍ نوې څپه تر ټولو سړه بلل شوې ده.
چينايي چارواكي زياتوي، د پايتخت بيجنګ د هوا درجه يوه اونۍ وړاندې اتلس سانتي ګرادو پورې رسېده، خو پرون او نن شپږ درجو ته ټيټه شوې او د شپې له طرفه د هوا درجه منفي دوه او منفي څلورو ته کوزېږي.
همدا راز د هوا پېژندنې ادارو ويلي، سړې هوا، باران او واورې د چين ډېرى سيمې ځپلي، چې تر ټولو زيات يې داخلي مغولستان ايالت ځپلى، چې دا مهال پکې يخني منفي شپاړسو درجو ته رسېدلې ده.
د چين د ټرانسپورټ ادارې چارواکي وايي، چې د شمالي سيمو ټولې لويې لارې يې د سختې واورې او باران له كبله تړلې دي.
د هوا پېژندنې ادارې اټکل کوي، چې ښايي د يخنۍ څپه تر يوې نورې اونۍ پورې دوام وکړي.


