ads

پاكستان كې د تېلو په يوې لېږدوونکې بېړۍ کې درنه چاودنه شوې ده

د پاكستان د بلوچستان ايالت په حب سيمه کې د تېلو په يوې لېږدوونکې بېړۍ کې درنه چاودنه شوې، چې د ګڼو کسانو د مرګ ژوبلې وېره څرګند شوې ده.

نویسنده: TKG
11 لړم 1395
پاكستان كې د تېلو په يوې لېږدوونکې بېړۍ کې درنه چاودنه شوې ده

د پاكستان د بلوچستان ايالت په حب سيمه کې د تېلو په يوې لېږدوونکې بېړۍ کې درنه چاودنه شوې، چې د ګڼو کسانو د مرګ ژوبلې وېره څرګند شوې ده.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، چاودنه نن سهار وروسته له هغې رامنځته شوې، چې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ سمندر غاړه کې د حرکت په حال کې وه.
ځايي چارواکي وايي، چې تر دې مهاله په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او له دېرشو زيات ټپيان دي.
سيمې ته اور وژونکې عمله ورغلې، ترڅو په بېړۍ کې لګېدلى اور مړ کړي.
ژغورونکي هڅه کوي له بېړۍ څخه ټپيان راوباسي، خو وېره څرګندېږي، چې ښايي د مرګ ژوبلې کچه زياته وي.
تراوسه د چاودنې د علت په اړه څه نه دي ويل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA