د پاکستان د تحريک انصاف ګوند او حکومت ترمنځ کړکېچ وروستي پړاو ته رسېدلى او د عمران خان په مشرۍ د ياد ګوند ګڼ شمېر غړي اسلام اباد ته د اعتراضونو په هدف رسېدلي دي.
پرون د خيبر پښتونخوا ايالت د اعلى وزير پروېز خټک په مشرۍ د سلګونو تنو قافله په اټک کې له پوليسو سره ونښته او وتوانېدل، چې له سړکونو يو شمېر کانټينرونه لرې کړي.
ټاکل شوې سبا په اسلام اباد کې تحريک انصاف ګوند ميليوني اعتراضيه ناسته ترسره کړي او هوډ يې کړى، چې اسلام اباد کې به کاروبار تړل کېږي.
د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم اسلام اباد ته رسېدلى او د لومړي وزير نواز شريف د استعفا غوښتنه يې کړې ده.
عمران خان نواز شريف په فساد کې ښکېل بولي او وايي، چې د پاناما افشا شوي ليک څېړنه دې وشي.
د پاناما افشا شوي ليک كې د نواز شريف زامن د غير قانوني پيسو په جمع کولو تورن پېژنل شوي دي.
بل خوا راپورونه وايي، چې د پاكستان د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ هم اړيکې خرابې شوي.
ملکي حکومت له پوځ څخه يو ځل بيا غوښتي، چې په دغه هېواد کې دې د ترهګرو په ځپلو لاس پورې کړي، که نه نړيوالې انزوا ته دې چمتووالى ونيسي.


