ads

د ورځې یو ټانکر چای پلورم

(( اووه بخارۍ لرم، د ورځې یو ټانکر چای اېشوم، ټانکر نږدې دوه زره لیتره دی)). دا په خوست ښار کې د یوه مشهور چای پلورونکي څرګندونې دي.

نویسنده: TKG
11 لړم 1395
د ورځې یو ټانکر چای پلورم

(( اووه بخارۍ لرم، د ورځې یو ټانکر چای اېشوم، ټانکر نږدې دوه زره لیتره دی)). دا په خوست ښار کې د یوه مشهور چای پلورونکي څرګندونې دي.
نوموړی وايي، چې په اوړي او ژمي کې د دوی کاروبار جوړ وي او ګڼ شمېر خلک د چایو د څښلو له پاره ورځي. دا سړی د شین چای ترڅنګ تور چای او د شیدو چای هم خپلو مشتریانو ته عرضه کوي.
د شنه چای څښل نه یوازې په خوست، بلکې په ټول افغانستان کې دود دي، خو په خوست کې یې څښاک ښايي تر نورو سیمو ډېر وي.
د خوست اوسېدونکي په دې باور دي، چې شین چای ستړیا له منځه وړي او تنده ماتوي. علاوه پر دې چای د افغانستان د خلکو په تېره بیا د خوستیانو لومړنۍ ډالۍ هم ده، چې مېلمه ته یې له وچې مېوې او یا نورو خوږو سره مخې ته ږدي.
د خوست اوسېدونکی سیدالله سعید وايي، چې شین چای د عادت له مخې څښي، خو په خبره یې دا په افغاني ټولنه په تېره بیا خوست کې یوه ارزښتمن دود هم دی: (( مېلمه چې راشي، اول ورته شین چای مخې ته اېښودل کېږي، شین چای د تندې او ستړیا د لرې کولو له پاره هم مهم دی، فکر کوم دا یو ښه دود دی)).
اکرام الله مو داسې مهال وموند، چې د خوست ښار له یوه دوکانداره یې شین چای پېرلو. په دوکان کې دوه ډول چای اېښی و او هغه هڅه کوله چې تر ټولو ښه چای وپېري.
اکرام الله وویل: (( پوښتنه نشته، همدا چې مېلمه کېني، باید شین چای ورته مخې ته کېږدو، دا زموږ دود دی)).
نوموړی زیاتوي، چې دی په خپله هم شین چای ډېر څښي، ځکه داسې باور موجود دی، چې شین چای ستړیا او تنده له منځه وړي.
د خوست ښار دوکانداران وايي، چې تر نورې سودا شین چای ډېر پلوري. د هټیوالو په خبره شین چای په خوست کې د لومړنیو توکو( اوړو او نورو) په څېر ډېر پلورل کیږي.
د خوست ښار یو دوکاندار کلیم ګل عابد وايي: (( بې له شین چایه د چا ګوزاره نه کېږي، یوازې زما له دوکانه هره ورځ ۶۰-۷۰ کیلو چای پلورل کېږي)). عابد وايي، چې په دوکان کې یې څو ډوله چای موجود دی: (( قیمتونه یې فرق کوي، د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو مو ډول ډول چای راوړی دی)).
د شین چای څښل نه یوازې په کورونو کې دود دی، بلکې په هوټلونو، سماوارونو، چای خانو او هوټلونو کې هم پرېمانه مینهوال لري.
په خوست ښار کې د ((مختکي)) په نوم د بخارۍ چای پلورونکی خورا ډېر مشهور دی او ډېر مینه وال پرې ورمات دي. نوموړی د شین چای تر څنګ تور چای او د شیدو چای هم خپلو مشتریانو ته برابروي.
نوموړی وايي: (( اووه بخارۍ لرم، د ورځې یو ټانکر چای اېشوم، ټانکر نږدې دوه زره لیتره دی)). دا چای پلورونکی وايي چې کاروبار یې ډېر ښه دی: (( په اوړي او ژمي کې زموږ کار جوړ وي، ګڼ خلک راځي او دلته چای څښي)).
روغتیاپالان هم د شین چای څښل ګټور بولي، خو زیاتوي، چې له حده زیات باید ونه څښل شي.
ډاکټر عبدالمجید منګل وايي چې د شین چای څښل د وزن او وینې کلسټرول په کمولو او د زړه، دماغ او سرطان ناروغیو په مخنیوي کې اغېزناک بلل شوی.
خو نوموړی وايي، چې د هر څه له پاره باید مناسب حد او اندازه مراعات شي او شين چای هم که تر اندازې ډېر وڅښل شي، بېرته یې زیانونه ډېرېږي: ((شین چای په خپل جوړښت کې د کافین په نوم ماده لري، دا خوب له منځه وړي؛ نو خوب د انسان له پاره خورا اړین دی)).
منګل پر هغه کسانو چې د معدې ناروغي لري، غږ کوي، چې د شنه او تر ډېره تېز شنه چای په استعمال کې احتیاط وکړي، ځکه ښايي ناروغي یې نوره هم زیاته کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA