د پاکستان د پوځ وياند وايي، هندي سرحدي ځواکونو د پنجاب ايالت نکيال سېکټر سيمه کې پر پاکستاني سرحدي ځواکونو د بريد په ترڅ کې څلور ملکي وګړي وژلي دي.
د پاكستاني پوځ مطبوعاتي ادارې د هندي ځواکونو بريد په کلکو ټکو غندلى او د ځوابي بريد يادونه يې کړې ده.
د پاکستان پوځي چارواکو ويلي، د هندي سرتېرو په ډزو کې يو شمېر ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي.
دوى ادعا کړې، چې په ځوابي بريد كې يې هندي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله او مالي زيان اړولى دى.
په دې وروستيو کې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير او پنجاب ايالت پر ګډه پوله نږدې هره ورځ نښتې رامنځته کېږي، چې د نړيوالو اندېښنې يې پارولې دي.
تر دې وړاندې چين او امريکا له دواړو هېوادونو غوښتي وو، چې د ستونزو حل د خبرو له لارې ولټوي.


