ads

پاکستان: د اعتراضيه غونډو پر مخنيوي د پاكستان د كورنيو چارو وزير ټينګار وکړ

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان خبردارى ورکړى، چې د تحريک انصاف ګوند غړو ته به په اسلام اباد کې د ميليوني اعتراضيه غونډې جوړولو اجازه ور نه کړي.

نویسنده: TKG
10 لړم 1395

هغه زياته کړې، چې که د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند غړو په قانون ماتولو لاس پورې کړ، په وړاندې به يې سختې قانوني کړنې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په لاهور کې د عمران خان د کور مخې ته د پوليسو او اعتراض کوونکو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شوى دى.
عمران خان پر خپلو پلويانو غږ کړى، چې د راتلونكې چهار شنبې په ورځ ميليوني اعتراضيه جوړېدونكې غونډه كې د ګډون په موخه ځانونه اسلام اباد ته ورسوي.
ټاکل شوې د خيبر پښتونخوا اعلى وزير پروېز خټک هم په دغه غونډه كې برخه واخلي.
عمران خان نواز شريف په فساد کې ښکېل بللى او د پاناما افشا شوي ليک د شفافو څېړنو غوښتنه يې کړې ده.
د پاناما ليک کې د نواز شريف زامن د غير قانوني پيسو په جمع کولو تورن پېژندل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA