په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلافي ځواکونو وروستي هوايي بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۶۰ تنو ته پورته شوى او لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.
جنګي الوتکو د يمن حديبه کې د حوثي وسله والو يو نظامي مرکز، چې په يوه ودانۍ کې يې موقعيت درلود، په نښه کړ، چې په پايله کې يې ياده ودانۍ په بشپړ ډول له منځه تللې ده.
د حديبې ولايت مرستيال والي هاشم العزيزي وايي، د اېتلافي الوتکو هوايي بريد کې ډېرى وژل شوي، بنديان ښودل شوي، چې په ياده ودانۍ کې ساتل کېدل.
د يمن پايتخت صنعا په ګډون يو شمېر سيمې د ايراني ملاتړ لرونکو حوثي وسله والو په ولکه کې دي، چې د سعودي پلوي عبد ربه منصور هادي له وسله والو سره په جګړه بوخت دي.


