ads

ننګرهار: ځانمرګي بريد کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند خالص فامیلیو په سیمه کې په یوه حجره کې د ځانمرګي برید له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
10 لړم 1395
ننګرهار: ځانمرګي بريد کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند خالص فامیلیو په سیمه کې په یوه حجره کې د ځانمرګي برید له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د شپږمې ناحیې اړوند مولوي خالص فامیلو په سیمه کې د ښایسته خان په نامه د یوه قومي مشر په حجره کې د شوې ځانمرګي برید له امله ۶ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، چې اوس مهال ټپیان او وژل شوي ټول روغتون ته لېږدول شوي او سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د مسولینو نظر هم را واخلو خو له هڅو سره سره دوی زموږه تلیفون ته ځواب ونه وېلې.
تر اوسه ددغه برید د پړې اخیستلو په اړه کومې وسله والې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA