په سعودي عربستان كې د يو ستر ترهګريز بريد مخنيوى شوى او په تړاو يې د دوو پاکستانيانو په ګډون ۱۴ تنه نيول شوي دي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي، مرکزي ولايت شرقه کې يې د عملياتو په مهال د څلورو سعودي اتباعو ترڅنګ دوه پاکستانيان، يو سوډانى او يو د سوريې وګړى په داسې حال کې نيولي، چې د ترهګريز بريد هوډ يې درلود.
ياد وزارت دغه راز په بيان کې له دې ترهګريز بريد سره د مرستې په تور د شپږو نورو کسانو د نيولو خبر هم ورکړى دى.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وياند جنرال منصور الترکي وايي، چې نيول شويو کسانو د دوو ترهګريزو بريدونو په پلانولو کې لاس درلود.
د نوموړي په وينا، ترهګرو غوښتل پر پوليسو د بريد ترڅنګ د فوټبال سټيډيوم دروازه کې موټر بم چاودنه وکړي.


