د پکتیا ولایت مشرانو او مدني فعالانو د ملي یووالي حکومت د تېرو دوو کلونو لاسته راوړنې وستایلې او د جمهور ريیس غني له پروګرامونو یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
دوی په نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د مرکزي حکومت ملاتړ وکړي او د دوی په خبره د موازي حکومتونو له مرستې لاس واخلي.
د پکتیا ولایتي شورا منشي محمد الرحمن قادري وویل، د افغان جمهور ريیس مدبرانه بهرني سیاست وکولای شول، افغانستان د سيمې له هېوادونو سره سیال کړي او د دې ترڅنګ په کورنیو چارو کې هم د پام وړ بدلونونه رامنځ ته کړي: (( د پاکستان پر وړاندې د پخواني حکومت پالیسي هومره اغېزناکه نه وه، اما جمهور ريیس غني د دغه هېواد پر وړاندې داسې سیاست غوره کړی، چې دوی یې هم تر پوزې راوستي، موږ د جمهور ريیس غني له دغه سیاست څخه خوښ یو، پخواني حکومت جمهور ريیس غني ته هېڅ بوديجه نه وه پرېښې، خو تاسې ګورئ، چې اوس جمهور ريیس هر څه سم کړل)).
نوموړي زیاته کړه، جمهور ريیس وکولای شول، افغانانو ته مرستې راجلب کړي او حکومت بېرته په پښو ودروي.
قادري ټینګار وکړ، د پکتیا ولسونه هغه کسان غندي، چې د جمهور ريیس د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړوي: ((د پکتیا اوسېدونکي موازي حکومتونه نه شي زغملای، د دا ډول حکومتونو کلک مخالفت کوي، له نړیوالې ټولنې څخه هم غواړي، چې یوازې مرکزي حکومت تقویه کړي او له هغه سره خپلې مرستې وکړي، هغه موازي حکومتونه چې د مرکزي حکومت د کارونو خنډ جوړېږي، له هغې سره باید مرستې ونه کړي، څو له منځه لاړ شي)).
له بل لوري د ودان افغانستان ګوند د مرکزي کمېټې غړي سیدالرحمن نیازي د جمهور ريیس اقتصادي لاسته راوړنې بیان کړې.
نیازي د ټاپي او کاسازر پروژو د تړونونو لاسلیک ته په اشارې وویل، که څه هم په دې برخه کې پلې کېدونکې پروژې به وخت نيسي، خو اوسنی اقتصادي خوځښت به د یوه خود کفا افغانستان ضامن وي.
د جمهور ريیس محمد اشرف غني د هڅو او لاسته راوړنو په اړه د مدني ټولنو په استازولۍ شکور کامران کلید ته وویل: ((که څوک لږ فکر هم وکړي، په تېرو تقریباً دوو کلونو کې واقعاً جمهور ريیس ډېرې لاسته راوړنې لري، د ده د ښو کارونو له کبله اوس خلک هره ورځ انتظار باسي، څو د یوې لويې پروژې د پیل او یا هم د یوې لاسته راوړنې خبر واوري)).
د پکتیا ولسونو د سولې په برخه کې هم د جمهور ريیس غني د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې نوموړی کولای شي په ټولو برخو کې د پام وړ بريالیتوبونه ترلاسه کړي.
دوی په جمهور ريیس غږ وکړ، چې له حزب اسلامي وروسته له طالبانو سره هم د سولې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او نور پرې نه ږدي، چې په افغانستان کې جګړه دوام وکړي.
یادو مشرانو او مدني فعالانو دغه راز پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې له خپلمنځي اختلافاتو تېر شي او د جمهور ريیس په خوا کې ودرېږي، څو جمهور ريیس خپل پروګرامونه پلي کړي او د کارونو خنډ یې نه شي.
د پکتيا ولسونه داسې مهال له جمهور ريیس او په ټوله کې د ملي یووالي حکومت له کارونو او پروګرامونو خپل ملاتړ څرګندوي، چې دغه حکومت په ځینو برخو کې پرمختګونه کړي او په ځینو نورو برخو کې بیا له ستونزو سره مخ دی. که له یوه لوري د دغه حکومت په څه باندې دوهکلنه دوره کې د ځينو لویو پروژو کارونه پیل شول او ځينې نورې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې، له حزب اسلامي سره د سولې موافقه وشوه او له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم د ګوتو په شمېر هڅې ولیدل شوې، خو له بل لوري تر اوسه هم افغانستان په امنیتي برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دی.
د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات شته دی او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې بهیر هم بېرته له ځنډ او خنډ سره مخ شوی دی.


