د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په اچین ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له کبله ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل، چې تېره شپه د اچین ولسوالۍ په جنجال شګه او شایسته ګړ سیمو کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی یو میل دهشکه هم له منځه وړل شوې ده.
مشرقیوال وایي، چې په دغو بریدونو کې ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول دغه راز وایي، چې په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش پرضد په روانو عملیاتو کې پرون د لویانو او ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه ولسي وګړي د داعش وسله والو له منګولو راخلاص شول.
داعش وسله والو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


