ads

د عدلي او قضايي ادارو په چارو کې پر نه مداخلې ولسمشر غني ټينګار وکړ

لويه څارنوالي وايي، راتلونکې اونۍ به د عدلي او قضايي مرکز له لوري پر اداري فساد د تورنو كسانو لومړنۍ علني محكمه پيل شي، چې په كې به د يو لوړ پوړي څارنوال د اداري فساد دوسيه په علني توګه وڅېړل شي.

نویسنده: TKG
10 لړم 1395

لوى څارنوال محمد فريد حميدي، چې نن يې په کابل کې د افغانستان د څارنوالانو څلورمې غونډې ته خبرې کولې وويل، دوى له اداري فساده تر پوزې راغلي دي.
حميدي له خلکو سره ژمنه کوي، چې له اداري فساد سره مبارزه به له خپلو ليکو پيلوي، ځکه خو هم د هغه په وينا د اداري فساد لومړنۍ دوسيه به د دوى له خپله منځه د يوه څارنوال وي.
لوى څارنوال همدارنګه په خپلو خبرو کې په تنده لهجه پر ټولو څارنوالانو غږ وکړ، چې له دې ورسته دې په قضايي او عدلي چارو کې د هر مداخله کوونکي او قانون ماتوونکي نوم او شهرت افشا کړي.
په ورته مهال جمهور رييس محمد اشرف غني هم د يادې غونډه په ترڅ کې د عدلي او قضايي ادارو د چارو پر خپلواکۍ د تاييد مهر ولګاوه او خبردارى يې ورکړ، چې نه به خپله او نه به بل چا ته د دې اجازه ورکړي، چې د عدلي او قضايي ادارو په چارو کې مداخله وکړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د يوې نړيوالې ادارې تازه موندنې ښيي، چې افغانستان د قانون ماتوونكو هېوادونو په ډله كې درېيم ځاى لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA