ads

د الکوزي-احمدشاه ابدالي څلور ورځنيو لوبو په لړ کې مس عينک، امو ته ماتې ورکړه

د الکوزي – احمدشاه ابدالي څلور ورځنيو لوبو په لړ کې مس عينک، امو ته په يوه پاڼۍ او ۵۴ منډو ماتې ورکړه.

نویسنده: TKG
10 لړم 1395

د الکوزي – احمدشاه ابدالي څلور ورځنيو لوبو په لړ کې مس عينک، امو ته په يوه پاڼۍ او ۵۴ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د مس عينک لوبډلې لوبډلمشر نوروز منګل وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د امو لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۳، خو د مس عينک لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۳ منډې جوړې کړې.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د امو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۶ منډې جوړې کړې، چې په دې سره د مس عينک لوبډلې وکولاى شول د امو لوبډلې ته په يوه پاڼۍ او ۵۴ منډو ماتې ورکړي.
افسر ځاځى، چې په دې لوبه کې يې ۱۰۰ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA