ads

درېيو ولايتونو کې د نشه يي توکو د مخنيوي هوکړه ليک لاسليک شو

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري د ختیځو درېیو ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان له ولایتي ادارو سره د نشه یي توکو د کرکېلې او قاچاق د مخنیوي په اړه ګډ تفاهم لیک لاسلیک شو.

نویسنده: TKG
10 لړم 1395

په دغو مراسمو کې د ننګرهار سربېره د کونړ او لغمان ولایتي چارواکو هم ګډون کړی وو.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل، چې له دغه ګډ تفاهم لیک څخه یې موخه د ختیځو ولایتونو ترمنځ د نشه یي توکو د کرکېلې د مخنیوي سربېره د کارونکو سره ګډه مبارزه ده.
نوموړې وایي، چې د نشه یي توکو د کرکېلې او قاچاق په مخنیوي کې ټولې ادارې مکلفې دي، چې خپله ونډه واخلي.
په ورته وخت کې بیا د ننګرهار والي ګلاب منګل که څه هم په دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د کوکنارو کرکېله کې د زیاتوالي خبره کوي، خو نوموړی وایي، چې د مخنیوي په برخه کې به یې له ولسونو سره یو ځای جدي ګامونه واخلي.
والي زیاتوي، چې د نا امنۍ تر ټولو ستر لاملونه د نشه یي توکو کرکېله او قاچاق دی.
په ننګرهار کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي په داسې حال کې له ولایتي ادارو سره د ګډ تفاهم لیک یادونه کوي، چې د چارواکو د معلوماتو له مخې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په ننګرهار کې د نشه یي توکو په کرکېله او قاچاق کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA