ads

د پاكستان په سوداګريز ښار كراچۍ كې ۵۰ مشكوك كسان نيول شوي دي

پاکستاني پوليسو په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د پلټونکو عملياتو په ترڅ كې ۵۰ مشکوک کسان نيولي دي.

نویسنده: The Killid Group
9 لړم 1395
د پاكستان په سوداګريز ښار كراچۍ كې ۵۰ مشكوك كسان نيول شوي دي

پاکستاني پوليسو په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د پلټونکو عملياتو په ترڅ كې ۵۰ مشکوک کسان نيولي دي.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، چې ياد پلټونکي عمليات د کراچۍ ښار په موسا کالونۍ او شاوخوا سيمو کې تېره شپه ترسره شوي دي.
پوليس وايي، چې په ناظم اباد کالونۍ کې د پلټونکو عملياتو په مهال له وسله والو سره لنډه نښته هم شوې ده.
دا مهال نيول شويو کسانو څخه پوښتنې او ګروېږنې روانې دي او تراوسه يې د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
په کراچۍ ښار کې له تېرو شلو کلونو راهيسې هدفي وژنو زور اخيستى، چې له كبله يې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د اېم کيو اېم ګوند د لسګونو غړو تر نيولو وروسته پکې سياسي کړکېچ هم سر پورته کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA