ads

کندهاري بڼوال؛ انارو ته نړیوال بازار غواړي

د کندهار د انارو بڼوال وايي، د بڼونو حاصلات یې تر نړیوال بازاره نه رسېږي، له همدې کبله یې چندان ګټه ترې نه ده اخيستې.

نویسنده: TKG
9 لړم 1395
کندهاري بڼوال؛ انارو ته نړیوال بازار غواړي

د کندهار د انارو بڼوال وايي، د بڼونو حاصلات یې تر نړیوال بازاره نه رسېږي، له همدې کبله یې چندان ګټه ترې نه ده اخيستې.
دوی ټینګار لري، چې سږ کال یې په حاصلاتو کې ۴۳ په سلو کې ډېروالی راغلی، خو تر دې مهاله هم د چارواکو له لوري دغې مېوې ته نړیوال مارکېټ نه دی موندل شوی.
حاجي مجید په کندهار کې د انارو لوی بڼ لري، نوموړی وايي، سږ کال له خپل بڼ څخه ښه حاصلات لري، خو دا چې په سم ډول بهرنیو هېوادونو ته نه صادرېږي ارزانه دي او کومه ځانګړې ګټه نه لري: ((د نورو کلونو په پرتله سږ کال حاصلات بېخي ښه دي، ستونزه داده، چې دولت مو د خپلې مېوې په قدر نه پوهېږي؛ که په سم ډول له یو هېواد سره قرارداد شوی وای، هر څومره یې چې غوښتلای موږ ورته برابرول، د همدې مارکېټ د نه شتون له کبله ډېر ارزانه دي او هېڅ ګټه یې راته ونه کړه)).
د کندهار د انارو یو بل بڼوال کریم الله هم همدې اندېښنې په سر اخیستی.
نوموړی وايي، که یې سږ کال د انارو حاصلاتو سم مارکېټ لرلای؛ ډېره ګټه به یې کړې وه: ((سږ کال حاصلات ډېر دي، خو ټول یې تقریبا مفت رانه غواړي، سږ کال موږ ورته ډېر خوشاله وو، خو هغسې نه شول، بیې یې سختې رالوېدلې، ځکه دولت ورته نړیوال بازار نه دی کتلی، بس کرار ناست دي)).
که څه هم د کندهار د انارو بڼوال وايي، د باغونو حاصلاتو ته یې نړیوال مارکېټ نه دی موندل شوی، خو ددغه ولایت د سوداګرۍ خونه وايي، د شاخوا ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۶سوه ۵۵ ټنه انار تر دې مهاله بهر ته صادر شوي دي.
د دغه خونې مشر حاجي نصرالله ذهیر کلید ته وویل، له دې جملې ۱۱ سوه ۴۰ ټنه پاکستان او ۵ سوه ۱۵ ټنه هندوستان ته صادر شوي دي.
نوموړی زیاتوي، زرګونه ټنه نور انار په غير راجستر ډول په هېواد کې د ننه کابل، هرات او ځينو نورو ولايتونو او دغه راز پاکستان ته لېږل شوي دي.
د سوداګرۍ خونې مشر هم ټینګار لري، چې سږ کال کندهار کې انارو ښه حاصل کړی دی او د دغې مېوې بڼونو ناروغي نه لرله: (( له همدې کبله سږ کال د انارو په حاصلاتو کې ۴۳ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی)).
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د انارو موسم تر پایه به د شاخوا ۱۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت انار بهرنیو هیوادونو ته صادر شي: ((تر دې مهاله د ۲۲ ملیون، ۳۳زره او ۶ سوه ډالرو په ارزښت انار، چې ۱۶۵۵ ټنه کېږي؛ پاکستان او هند ته صادر شوي دي)).
ذهیر زیاتوي، که څه هم حکومت باید د کندهار انارو ته په نړیواله کچه باراز موندنه وکړي او د هغه له پاره نړیوال مارکېټونه ومومي، خو ټینګار لري، چې سږ کال به هم د افغاني انارو نمونې فرانسې ته ولېږل شي.
له بل لوري بڼوال او سوداګر ټینګار لري، چې د ځمکنیو ترانسپورتي، مالیاتي او بندري ستونزو د ډېرښت له کبله دې دوی ته د هوايي ټرانسپورټ زمينه برابره شي، څو وکولای شي په اسانۍ؛ اسیايي، اروپايي او نورو هېوادونو ته انار صادر کړي.
دوی زیاتوي، ډېر کله چې په دغه ولایت کې د انارو حاصل ورسېږي، پاکستان لارې تړي، یا د واګه په بندر د افغاني مېوې موټرونو ته د تګ اجازه نه ورکوي او له همدې کبله مېوه خپل کیفیت له لاسه ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA