د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د صنعت پیاوړتیا له پاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول کېږی.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي د فتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې والي محمد ګلاب منګل پرون په یوې ناسته کې د صنعت کارانو اتحاديې غړو، ايسا دفتر ريیس او د سوداګرۍ خونې مسوولينو سره په ناسته کې وویل، چې له دې وروسته په ننګرهار ولایت کې د صنعت پیاوړتیا په موخه به د امنیت په برخه کې د سوداګرو ستونزې ژر حل کړي.
خبرپاڼه وایي، په دغه ناسته کې د سوداګرۍ رییس شېرعالم امله وویل: ((اوس مهال په دغه ولایت کې ۱۶۰ بېلابېلې صنعتي فابریکي فعالې دي، چې په لسګونو ځوانانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده)).
سرچینې په ننګرهار کې د صنعت کارانو د اتحاديې رييس حاجي تورملنګ له قوله لیکلي، چې دولت له لوري صنعت کارانو ته د درې صنعتي پارکونو ځمکه په واک کې ورکړې ده، خو په کوز شېخ مصري صنعتي پارک کې ۳۰ فابريکې فعاله دي، ولې زېربناوي کارونه يې نه دي تر سره شوي.
خبر ځای وایي، والي له دغو صنعت کارانو سره په ناسته کې ویلي، چې د کوز شېخ مصري امنيتي ستونزو حل له پاره به امنيې قوماندانۍ ته لازمې لارښوونې وکړي او دغه ستونزه به په جدي ډول تعقيب کړي.


