ads

د ټرافيكي پېښو پر زياتوالي ولسي جرګې اندېښنه څرګنده کړه

ولسي جرګې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د ټرافيكي پېښو پر زياتوالي اندېښنه څرګنده كړه.

نویسنده: TKG
9 لړم 1395
د ټرافيكي پېښو پر زياتوالي ولسي جرګې اندېښنه څرګنده کړه

ولسي جرګې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د ټرافيكي پېښو پر زياتوالي اندېښنه څرګنده كړه.
دغه جرګه له مسوولو دولتي بنسټونو غواړي، چې د ټرافيكي قوانينو د تطبيق او د معياري سړكونو جوړولو له لارې دې ستونزې ته رسيدګي وكړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير، چې تېره ورځ يې د دې جرګې د علني غونډې مشري پر غاړه درلوده، د مخابراتو او مواصلاتو كمېسيون ته امر وكړ، چې اړوند دولتي مسوولين دغه كمېسيون ته وغواړي.
د قدير په خبره، دولتي مسوولين په ځانګړې توګه د كورنيو چارو وزارت د ټرافيكو رياست دې د ياد كمېسيون له غړو سره په همغږۍ په فوري توګه دغې ستونزې ته رسيدګي وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې هره ورځ يو شمېر هېوادوالو ته د هېواد پر لويو لارو په ځانګړي ډول د كابل – كندهار، كابل – جلال اباد او هرات – دلارام پر لويو لارو د ټرافيكي پېښو له كبله مرګ ژوبله اوړي.
د ټرافيكو مسوولين د معياري سړكونو نشتوالى، د موټر چلوونكو له خوا د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل او د موټرونو ګړندى تګ د ټرافيكي پېښو اصلي علتونه بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA