افغاني غاليو پر خپل ښه كيفيت او ښايست نړيوال حيران كړي، خو غالۍ اوبدونكي رقابتونو او د دولت نه پاملرنې تر پوزې راوستي دي.
غالۍ اوبدونکي وایی، که دولت یې ملاتړ ونه كړي، دغه صنعت به يې له لاسه ووځي. د غاليو د كاروباريانو او سوداګرو په خبره، د وارداتي غاليو ټيټې بيې او جعلي ښايست خلك اړ كړي، چې د خپل ملي توليد پېرلو ته شا كړي او په ارزانه بيه ايراني او نورې قالينې وپېري.
د دوى لويه ګيله له حكومته كېږي، چې ولې د نورو هېوادونو په څېر سبسايډي نه وركوي، غاليو ته يې بازار نه مومي او پر وارداتي غاليو ماليه نه لوړوي.
سردار ایوب زاده، له لسو کلونو راهيسې د كابل ښار په ميوند جاده کې، د افغاني غاليو هټۍ لري.
نوموړى وايي، په تېرو وروستیو لسو كلونو کې د افغاني غاليو بازار دومره نه وو خراب شوى، لکه نن چې پیکه دی. دغه هټۍ وال زياتوي، څو كاله وړاندې د افغاني غاليو بازار ښه و، ډېرى يې بهر ته لېږل كېدې او د هېواد دننه هم خلكو ډېرې اخستې: (( تاسې باور وكړئ، څو كاله مخكې به غالۍ اوبدونكو راته ټلېفون وكړ، چې د پلورلو غالۍ لري، موږ به ترې په بېړه واخيستې، خو اوس نه هغوى ټلېفون کوي او نه موږ د پلور مارکېټ لرو)).
دغه هټيوال هغو ستونزو ته اشاره وكړه، چې له كبله يې د افغاني غاليو صنعت او بازار دواړه خراب شوی دی: (( وروره امنيت نشته، اوس خلك پيسې هم نه لري، دولت له موږ سره د مرستې په ځاى زيان راړوي، ځكه په وارداتي غاليو ماليه نه لوړوي)).
خو د غاليو يو بل پلورونكى امينالله سلام زوى، چې د كابل په لوېديځ كمپنۍ بازار كې هټۍ لري، وايي د افغاني غاليو په قدر پاكستان پوهېږي او ښې مزې يې پرې وكړې: ((دوى افغاني غالۍ له دې ځايه اخلي او بيا يې په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي)).
دغه هټيوال وايي، په كور دننه هم د ايران جعلي قالينو د افغاني قالينو بازار زيانمن كړى دی: (( ايراني غالۍ په ماشين جوړوي، هېڅ كيفيت نه لري، خو دا چې كم لګښت پرې راځي؛ نو ارزانه دي)).
نوموړى وايي، دلته بايد دولت ځيرك سياست غوره كړي، پر هغوى ماليه لوړه كړي او د خپل صنعت ملاتړ وكړي، څو خلك د خپلو توليداتو په پېرلو سره د ملي صنعت ملاتړ وكړي.
د كابل تر څنګ په شمالي ولایتونو په تېره بیا په بغلان كې هم د افغاني غاليو كاروباريان بېحوصلې شوي دي. په دغه ولايت كې د غاليو توليد په سلو کې ۹۰فیصده کم شوی دی. د بغلان غالۍ اوبدونكي بيا يوې بلې ستونزې تر نورو ډېر ځورولي دي، دوى وايي چې د دغه صنعت خام توكي له بهره راځي او هر وخت ورته لاسرسى سخت وي.
د بغلان د غالۍ اوبدونکو ټولنې مشر محمد طاهر وايي، پخوا به په دې ولایت کې غالۍ اوبدونکو په ورځ كې زر متره غالۍ اوبدلې، خو د دولت د نه پاملرنې له كبله اوس دغه كچه سل مترو ته راټيټه شوې ده.
نوموړى زياتوي، غالۍ اوبدل د افغانستان د وياړ صنعت دى، خو دولت ورته پاملرنه نه ده كړې: ((په بغلان كې په تېرو كلونو كې پنځو كارخانو فعاليت كاوه او هرې کارخانې ډېر کار کاوه، خو له بده مرغه اوس دا کار ډېر پيکه شوی دی)).
د هېواد د مركز او شمالي ولايتونو تر څنګ په لوېديځ كې هم د غاليو صنعت مخ پر ځوړ دى.
د لویدیځې حوزې د غالۍ اوبدونکو ټولنې مشر محمدرسول فايق وايي، د غاليو توليدات ۳۵په سلو کې لږ شوي دي، هغه وايي چې د تېرو کلونو په پرتله اوس افغانستان بهر ته ډېرې لږې غالۍ صادروي: ((په اوس وخت کې بهر ته يوازې ۵ په سلو کې غالۍ صادرېږي، ۵ په سلو کې دلته په افغانستان کې کارول کېږي او ۹۰په سلو کې غالۍ پاکستان ته ځي، له هغه ځايه د پاکستان په نښه او نوم نورو هېوادونو ته لېږل کېږي)).
فايق زياتوي، چې په لوېدیځه حوزه کې څو کاله مخکې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پورې کارخانې فعاله وې، خو اوس يې ۳۵په سلو کې کار نه کوي او له فعاليت څخه لوېدلې دي.
د غاليو په صنعت كې لېیديځه حوزه د هېواد ۴۰ په سلو کې غالۍ توليدوي.
هرات د دغې حوزې اړوند مهم ولايت دى. رحيمالله اکبر په هرات كې د غالۍ اوبدلو پخوانى مسلكي دى او تر دې وړاندې يې له دې دركه ښه سوداګري روانه وه: ((ټول عمر مو د غالۍ اوبدلو کار کړی، د کورنۍ پر نفقې سربېره مو ډېره ګټه ترې اخستې، خو اوس يې بازار دومره سوړ شوی، چې اېله کور پرې چلوو)).
د دې ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوول خليل احمد يارمند هم په دې خپه دی، چې افغاني غالۍ د پاکستان په نوم نړۍ ته صادرېږي، خو وايي دولت د دې ستونزې د حل له پاره پلان لري او غواړي افغاني غالۍ اروپايي هېوادونو او نورې نړۍ ته هم صادرې کړي.
له بل لوري د هېواد شمال لوېدیځې سیمې هم د غالیو په تولید کې پراخ لاس لري.
په دې ترڅ کې د جوزجان ولایت اقچه ولسوالۍ د لوی نوم خاونده ده او ډېر كله خو د غاليو د توليد د مركز نوم وركول كېږي.
د دې ولسوالۍ غالۍ اوبدونکي وايي، دوی يو وخت په خورا لېوالتيا غالۍ اوبدلې، خو اوس يې چې غالۍ بازار نه لري، له دې کار سره يې علاقه لږه شوې ده.
دوی زياتوي، د غاليو د بازار د نشتوالي تر څنګ د دوی په سيمه کې د ناامنيو او هره ورځ جګړو له کبله، ارام نه دي او كاري چاپېريال يې له جګړو اغېزمن كېږي.
محمد جمعه د همدې ولسوالۍ غالۍ اوبدونكى دى، نوموړى وايي كه په سيمه كې ناامني وي، د غاليو صنعت يې له نابودۍ سره مخ كېداى شي: ((ډېری کليوال غالۍ اوبدونکي د جګړو او ګډوډيو له لاسه ډېر وخت بازار ته نه شي تلای، چې د خپل کار اړين توکي واخلي، ډېری کسان د جګړو پر وخت وژل شوي دي او يوازې مړي مو موندلي دي؛ نو ځكه دا وېره اوس بېخي ډېره شوې)).
نوموړی له دولته غواړي، تر ټولو مخکې دې د دوی د امنيت غم وخوري، چې د ژوند لومړۍ اړتيا ده او بيا دې د دوی غاليو ته بازار پيدا کړي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونه هم دغه ستونزې تاييدوي او ټينګار لري، که دغه صنعت ته پاملرنه ونه شي، له منځه ځي.
د دغې خونې مرستيال خان جان الكوزى وايي، افغانانو د کډوالۍ په وخت کې د غاليو په برخه کې ډېر کار وکړ، هغه وخت د غاليو بيه ډېره لوړه وه او دوی ته يې ډېره ګټه کوله: ((اوس د غاليو له پاره د موادو په اخستو ډېرې پيسې راځي او ډېری مواد يې له خارج څخه واردېږي؛ نو له همدې کبله د دې صنعت پر وړاندې ستونزې ورځ په ورځ ډېرېږي)). الكوزی دولت ته ګوته نیسي، چې د غالۍ اوبدلو د وياړلي، زرين او تاريخي صنعت ساتلو ته پام نه كوي او په دې تړاو بې غوره دی، نوموړی زیاتوي: ((زموږ يو رښتينى او پخوانی صنعت غالۍ اوبدنه، د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده، لوی سبب يې د دولت بې پروايي ده، کله چې غالۍ اوبدونکي رنګ، تار، ماشين او برس ټول په لوړه بيه له بهره وارد كړي، معلومه ده، چې ګټه نه ورته کوي او ورځ په ورځ يې اوبدونکي کمېږي)).
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت كه څه هم ادعا كوي، چې په ټوله كې يې د غاليو صنعت ته پاملرنه كړې، خو مني چې د دغه صنعت اقتصادي اړخ ته پام نه دى شوى.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، د غاليو له صنعت سره يوازې د ۵۰ مليونه افغانيو په شاوخوا کې مرستې شوې دي، چې کافي نه دي: (( د غاليو صنعت په پرمختګ کې لويه ستونزه د غاليو د مينځلو او قيچي کولو هم ده، چې په ټول هېواد کې يوازې دوه فابريکې ورته لرو او د امريکا له لوري جوړې شوې دي)).
قوقندي زیاتوي، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د هېواد په پنځو ولايتونو كې د غاليو صنعت له پاره ځمکه ځانګړې كړې او كار يې په جريان كې دى.
غالۍ اوبدنه په افغانستان كې ۲۵۰۰ كلونه مخينه لري، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د شمېرو له مخې، د يو نيم مليون په شاوخوا كې افغانان په مستقيم او غير مستقيم ډول د غاليو په صنعت كې په كار بوخت دي.
د اقتصادي چارو كارپوهان وايي، كه د غاليو صنعت ته پاملرنه وشي، د افغانستان د صادراتو د يوه مهم قلم په توګه به د افغانستان په ځان بسیانه کې مهم رول ولوبولى شي.
د دوى په باور، غاليو ته بايد د يو مهم ارزښت په توګه وكتل شي، ځانګړي صنعتي پاركونه ورته جوړ شي، غالۍ اوبدونكو ته سبسايډي وركړل شي او هغه كاروباريان هم له ګاونډيو هېوادونو راستانه كړل شي چې پخوا يې په افغانستان كې دغه صنعت ته پراخ كار كړى دى.
د تېرو څو لسيزو جګړو له کبله ډېری هېوادوال پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال شول، چې له دې ډلې ډېری غالۍ اوبدونکي او سوداګر اوس هم په پاکستان کې اوسېږي او هلته كاروبار كوي.
په پېښور کې د غالیو افغان سوداګر ثوابالدين خرم د خولې خبره ده، چې تر سل زره ډېر افغانان په پېښور، اټک پله، نوښار، صوابۍ، لاهور او په ځينو نورو ځايونو کې د غاليو پر اوبدلو او جوړولو بوخت دي.
په پېښور کې د افغان غاليو ټولنه هم وايي، ډېر ځله يې له افغان دولته غوښتي، چې دوی ته په خپل هېواد کې د کار زمينه برابره کړي، خو تر اوسه يې چا غږ نه دى اورېدلی.


