ads

چين كې د چاودنې له كبله نږدې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د چين په شمال لوېديځ کې د درنې چاودنې له كبله ۷ تنه وژل شوي او ۹۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

نویسنده: TKG
5 لړم 1395
چين كې د چاودنې له كبله نږدې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د چين په شمال لوېديځ کې د درنې چاودنې له كبله ۷ تنه وژل شوي او ۹۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
راپورونه وايي، دا چاودنه د شانزي ايالت په يو کور کې شوې ده.
د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
ځايي چارواکو ويلي، تراوسه يې د چاودنې علت نه دى معلوم کړى.
په دې چاودنه کې شاوخوا ودانيو ته هم سخت زيان اوښتى دى.
پوليسو ويلي، چې ښايي په ياد کور کې اور بلېدونکي کېمياوي مواد موجود وو.
بايد ياده شي، چې تېر کال هم د چين په تيانجن ښار کې د يو شمېر چاودنو له كبله ۱۶۵ تنه وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA