په ننګرهار کې د لومړي ځل له پاره ۳۴ ښځينه نرسانې له دوه کلنو زده کړو وروسته د نورستان ولايت روغتيايي ستونزو د اواري په موخه و روزل شوې.
د دغو نرسانو په فراغت غونډه کې د دولتي چارواکو سربېره، د فارغو شوو نرسانو د کورنيو غړو او ګڼ شمېر نورستان مېشتو ښځينه فعالانو ګډون کړی وو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال له رسنيو سره په خبرو کې وويل، دوه کاله وړاندې يې په نورستان ولايت کې د نرسنګ په پار د شفافې ازموينې وروسته ۳۸ تنه انجونو ته د نظري او عملي زده کړو په موخه درسونه پيل کړل، چې اوس يې له ډلې ۳۴ تنه فارغې شوې.
بل لور ته بيا د نورستان ولايت د عامي روغتيا رياست چارواکي که څه هم د دغو نرسانو په روزل کېدو خوښ دي، خو وايي، چې لا هم دوی په دغه ولايت کې روغتيايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دنورستان د عامي روغتيا رييس ډاکټر اسماعيل ستانکزي له کليد سره په خبرو کې وويل، چې دوی په ټول ولايت کې له قابله ګانو پرته هېڅ متخصصه ډاکټره نه لري.
د نورستان ولايت له پاره په لومړي ځل په دومره شمېر ښځينه نرسانې په داسې حال کې روزل کېږي، چې د شنونکو په باور په ډېرو لرو پرتو سيمو کې د ناسمو روعتيايي اسانتياوو له کبله ډېر کله وړاندې تر دې، چې روغتون ته ناروغ ورسېږي، په لاره ساه ورکوي.


