ads

چين: امريکا نه بايد د هند او پاکستان په لانجمنو سرحدي سيمو کې مداخله وکړي

چين وروسته له هغې سخت غبرګون وښود، چې د امريکا سفير د هند او چين لانجمنې سرحدي سيمې څخه ليدنه وکړه.

نویسنده: TKG
4 لړم 1395
چين: امريکا نه بايد د هند او پاکستان په لانجمنو سرحدي سيمو کې مداخله وکړي

چين وروسته له هغې سخت غبرګون وښود، چې د امريکا سفير د هند او چين لانجمنې سرحدي سيمې څخه ليدنه وکړه.
چين ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي لانجمنې سيمې څخه د امريکايي سفير ليدنه ورته د منلو نه ده او بايد کوم درېيم هېواد په دې کې مداخله ونه كړي.
چينايي چارواکو پرون د هند اروناچل پردېش سرحدي سيمې ته د امريکا د سفير ريچارډ ورما سفر غندلى او دا يې د هېوادونو په کورنيو مسايلو کې لاسوهنه بللې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې دا ډول غيرې اړينې ليدنې به د سرحدي شخړو د سوله ييزې حل لارې مخه ډب کړي.
بايد ياده شي، چې د هوماليا د غرونو په لړۍ کې چين او هند پر يو شمېر سيمو د مالکيت دعوه لري، چې له کلونو راهيسې يې ترمنځ لانجه روانه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA