ads

ولسمشر غني قطر ته لاړ

نن غرمه ولسمشر غني د یو لړ لوړپوړو چارواکو سره د د قطر د پخواني ولسمشر شېخ خليفه بن حمد الثاني د مړينې په مراسمو کې د ګډون په موخه قطر مرکز دوحې ته لاړ.

نویسنده: TKG
4 لړم 1395
ولسمشر غني قطر ته لاړ

نن غرمه ولسمشر غني د یو لړ لوړپوړو چارواکو سره د د قطر د پخواني ولسمشر شېخ خليفه بن حمد الثاني د مړينې په مراسمو کې د ګډون په موخه قطر مرکز دوحې ته لاړ.
جمهور رييس غني د افغانستان په استازيتوب، تميم بن حمد الثاني ته د شېخ خليفه بن الثاني د مړينې تسليت ووايي.
ارګ په خپرې شوې خبرپاڼه کې وايي، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، مولوي قيام الدين کشاف، د افغانستان د عالمانو د شورا رييس، سيد سعادت منصور نادري، د ښارجوړونې وزير، داود سلطان زوی او د ارګ ځينې نور سلاکاران، فيض الله ‌ذکي، د امنيت شورا د مشاور معاون او محمد هارون چخانسوري د ارګ وياند له ولسمشر سره په دې سفر کې ګډون کړی دی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA