نورستان کې یو متر پوخ سړک نشته

د نورستان ولايتي شورا غړي وايي، فواید عامې وزارت په تېرو ۱۵کلونو کې په دغه ولایت کې یو لوېشت سړک هم نه دی قیر کړی. دغې شورا تېره اونۍ په همدې اړه د اعتراض په پايله کې خپله دروازه هم وتړله؛ دوی وايي، چې حکومت له ولس سره خپلې کړې ژمنې نه عملي کوي.