د نورستان ولايتي شورا غړي وايي، فواید عامې وزارت په تېرو ۱۵کلونو کې په دغه ولایت کې یو لوېشت سړک هم نه دی قیر کړی. دغې شورا تېره اونۍ په همدې اړه د اعتراض په پايله کې خپله دروازه هم وتړله؛ دوی وايي، چې حکومت له ولس سره خپلې کړې ژمنې نه عملي کوي.
د نورستان ولایتي شورا رییس انجنیر سیدالله نورستاني کلید ته وویل، فواید عامې وزارت له دوی سره ژمنه کړې وه، چې په نورستان کې به سړکونه قیر کړي، د کونړـ نورستان لویه لاره به ورغوي، خو تر اوسه یوه ژمنه هم نه ده عملي شوې.
نورستانی زیاتوي، د ولایتي شورا دروازه یې د ولسونو په خوښه تړلې او تر هغه چې د ولسونو غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي، د دوی اعتراض به دوام ولري.
نوموړی وايي، دوی مرکزي حکومت ته دوې اونۍ وخت ورکړی، که فواید عامې وزارت يې غوښتنو ته ځواب ونه وايه؛ نو مرکز کابل کې به د احتجاج خېمې ووهي: ((زموږ اعتراض د زېربنایي پروژو او د سړکونو د قیر کولو له پاره و، په همدې موخه مو د شورا دروازه تړلې ده)).
د ولایتي شورا رییس وايي، د روان مالي کال له پاره یې د بیارغونې ستونزې له جمهور رییس سره شریکې کړې وې او جمهور رییس هم د ماليې او فواید عامې وزیرانو ته په دې اړه لارښوونه کړې وه، خو تر اوسه پورې یادو وزارتونو په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.
نوموړی وایي، دوی د ولس استازي دي او مجبور دي، چې د ولسونو د ستونزو د حل په موخه له چارواکو سره وغږېږي او هغوی د کارونو په تړاو وپوښتي: ((له تېرو ۱۵کلونو راهیسې په نورستان کې یو متر پوخ سړک نشته)).
په همدې حال کې د نورستان ولایت یو شمېر قومي مشرانو د ولایتي شورا دا اقدام ستایلی او وايي، چې له ولایتي شورا سره هم نظره دي.
دوی وایي، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په نورستان کې د بیارغونې داسې کومه پروژه نه ده پلې شوې، چې د ولس ستونزې حل کړي.
د نورستان یو تن قومي مشر حاجي محمد ګل وویل، تر هغې به له ولایتي شورا سره ملګري وي، چې د ولس غږ پورته او د ستونزو د حل غوښتونکي وي: ((د تاریخ په اوږدو کې له نورستان سره ظلم شوی دی، موږ د سړکونو په برخه کې ډېرې ستونزې لرو، ناروغان په اونیو اونیو روغتون ته نه شو رسولی او په لاره کې مري)).
یو بل قومي مشر عيسی محمد هم په همدې اند دی، نوموړی وايي، کوم کارونه چې په نورو ولایتونو کې شوي نورستان کې نه دي شوي: ((نورستان ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې)).
د نورستان ولایتي چاوراکي وایي، چې دوی هم له دغې مسئلې خبر دي. د دوی په خبره ولایتي شورا د فواید عامې وزارت له لوري له نورستان سره د شویو ژمنو د نه عملي کېدو په غبرګون کې دروازې تړلې دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم کلید ته وویل، چې د ولایتي شورا له غړو سره یې په دې اړه غونډه کړې. له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې د فواید عامې رییس کابل ته لېږلی، څو د شویو ژمنو عملي اړخ وڅېړي او وزارت عملي چارې پیل کړي، خو د والي په خبره تر اوسه د فواید عامې له رییس سره یوه چارواکي هم نه دي کتلي.
والي زیاتوي، د ولایتي شورا غړي د ولس استازي دي او ولس کار او سړکونه غواړي؛ نو دا د دوی حق دی، چې اعتراض وکړي: ((موږ هم له شورا او هم له وزارت سره خبرې کوو، چې دغه ستونزه حل شي او د ولایتي شورا دروازه د ولس پرمخ بېرته خلاصه شي)).
د نورستان ولایتي شورا غړي د دغې شور دروازې په داسې حال کې تړي، چې تر دې وړاندې د ختیځ ولایت ننګرهار ولایتي شورا غړو هم د یو شمېر ستونزو د نه حل په غبرګون کې د ولایتي شورا دروازه تړلې وه.


