ads

ننګرهار: استناف محکمې د ۱۰۶ تنو دندې د اصلاحاتو په موخه بدلې کړې

د ننګرهار د استناف محکمې چارواکي وایي، د کارونو شفافیت او اصلاحاتو په موخه یې ۱۰۶ تنه قاضیان تغیر او تبدیل کړي دي.

نویسنده: TKG
4 لړم 1395
ننګرهار: استناف محکمې د ۱۰۶ تنو دندې د اصلاحاتو په موخه بدلې کړې

د ننګرهار د استناف محکمې چارواکي وایي، د کارونو شفافیت او اصلاحاتو په موخه یې ۱۰۶ تنه قاضیان تغیر او تبدیل کړي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د استناف محمکې ريیس عبدالولي قاضي زاده د ننګرهار له والي ګلاب منګل سره د یوې ناستې پر مهال وویل، چې د اصلاحاتو او د چارو د ښه والي په موخه یې په مرکز او ولسوالیو کې ۱۰۶ تنه مسوولین تغیر او تبدیدل کړل.
خبرپاڼه وایي، په دغه ناسته کې والي د محکمې مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د قاضيانو د پرېکړو څخه سرغړونه وکړي او قاضيان دې د عدالت پر بنياد پرته له توپیره اجرات تر سره کړي.
ننګرهار والي ډاډ ورکړ، چې د ملي امنيت امنيې قوماندانۍ، استناف څارنوالۍ او د محاکمو ترمنځ به د همغږۍ غونډې جوړولو زمينه برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA