جمهور رييس محمد اشرف غني د پاكستان د کوټې ښار د پوليسو پر روزنيز مرکز ترهګريز بريد په سختو ټکو وغانده.
په دغه ډله ييز بريد كې، چې تېره شپه ترسره شوى، ۶۱ تنه وژل شوي او ۱۲۴ نور ټپيان شوي دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رييس غني له قوله راغلي، تروريزم چې د سيمې او نړۍ د ثبات لپاره ګډ ګواښ دى، يو ځل بيا يې د تروريستي او وحشتناک بريد له كبله ګڼې کورنۍ ويرجنې کړې.
هغه يو ځل بيا په ملي او سيمه ييزه کچه د ترهګريزو فعاليتونو د مخنيوي له پاره پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ او ويې ويل، تروريزم هېڅ دين، قانون، نژاد او توکم نه پېژني او نه ورته درناوى لري.
د جمهور رييس غني په وينا، له همدې كبله د واحد ليدلوري او واضح ستراتيژۍ له مخې ټول بايد د ښه او بد تروريزم له تفکيک پرته د هغوى په ضد وجنګېږي او قوه استعمال کړي.


