ads

زهرا رضایي؛ د ۲۰۱۶کال زړوره نجلۍ

زهرا رضــايــي د افغــانســتان د مــویتــای ملي لوبډلې غړې ده، چې د ۲۰۱۶ میلادي کال تر ټولو زړوره نجلۍ وټاکل شوه.

نویسنده: The Killid Group
3 لړم 1395
زهرا رضایي؛ د ۲۰۱۶کال زړوره نجلۍ

زهرا رضــايــي د افغــانســتان د مــویتــای ملي لوبډلې غړې ده، چې د ۲۰۱۶ میلادي کال تر ټولو زړوره نجلۍ وټاکل شوه.
زهرا نه یوازې دا چې د مویتای په نړیوالو سیالیو کې د سپينو زرو مډال وګاټه، بلکې د مویتای نړیوال سازمان له خوا تر ټولو زړوره نجلۍ ونومول شوه او د یونېسکو نړیوال سازمان له خوا هم دا ویاړ ورکړل شو، چې په دغو سیالیو کې د یونېسکو بیرغ لرونکې واوسي.
زهرا په تایلند کې د مویتای نړیوالو سیالو کې خپلو لومړیو دوه سیالانو ته چې د پېرو او اوکراین هیوادونو څخه و، ماتې ورکړې؛ خو له تایلندي سیال یې ماتې وخوړه او په دې سره یې په خپل وزن کې دویم مقام او د سپینو زرو مډال وګاټه.
۱۶ کلنې زهرا رضایي تر اوسه په یوولسو کورنیو او بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی، چې هېڅ یوه یې هم نه ده بایللې.
هغې چې کله د ۲۰۱۶ کال د زړورې نجلۍ ایوارډ ترلاسه کاوه؛ په افغاني محلي جامو کې د ستېج پر سر راښکاره شوه، نوموړې وايي، له افغانستان او افغانیت سره د مينې له کبله یې دغه کار وکړ.
زهرا رضایي اوس مهال د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې ده او په راتلونکې کې لېوالتیا لري، چې د سیاسي علومو په برخه کې خپلې لوړې زده کړې مخته یوسي.
شاوخوا درې کاله کېږي، چې زهرا سپورټ کولو ته مخه کړې ده، نوموړې وایې په لومړیو میاشتو کې له ګڼو محدودیتونو او فرهنګي ستونزو سره مخ شوه: ((په لومړیو ورځو کې پوهېدم، چې هڅې مې بې ثمره نه دي او یو وخت مې د بریا تر کهکشانه رسوي، نو ځکه مې خپله موخه په قوت تعقیب کړه)).
زهرا وایي، هغه مهال چې له سیالیو راستنه شوه، د المپیک د ملي کمېټې چارواکو، کورنۍ او عامو خلکو وستایله او وهڅوله.
زهرا وايي، کابل کې له خپلې ۷ کسيزې کورنۍ سره ژوند کوي او د سپورټي فعالیتونو په برخه کې یې کورنۍ ډېر ملاتړ کړی: ((د یونسکو نړیوال سازمان، د دې پر بنسټ د ۲۰۱۶ کال تر ټولو زړوره نجلۍ وټاکلم، چې له جنګ ځپلي افغانستان څخه لومړنۍ نجلۍ وم او له بل لوري له حجاب سره سیالۍ ته حاضره شوې وم)).
له بل لوري د افغانستان د مویتای فدراسیون مرستیال جمیل محمدي کلید ته وویل، زهرا رضایي له ۴۸ کیلو ګرامه وزن سره وتوانېده، د دغه سیالیو دویم مقام ترلاسه کړي.
نوموړی وايي، د مویتای فدراسیون هڅه کوي، د زهرا رضایي په څېر نورې زړورې نجونې هم وروزي.
د یادولو ده، چې په ټول افغانستان کې د مویتای شاخوا ۷۰۰۰ لوبغاړي فعالیت لري، چې له دې ډلې یې یواځې ۵۰۰ تنه نجونې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA