د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د وسله والو له لوري د را توغول شوې مرمۍ له کبله د یوې کورنۍ دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه د کوز کونړ ولسوالۍ په کاشکوټ سیمه کې د وسله والو له لوري راتوغول شوې مرمۍ په یوه کور لګېدلې، چې پرمهال یې یوه ۱۲ کلنه انجلۍ وژل شوې او یو ۱۳ کلن هلک ټپي شوی دی.
خبرپاڼه وایي، امنیتي ځواکونو په سیمه کې پلټنې پیل کړي، چې عاملین یي پیدا کړي.
تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.


