ads

د پکتیکا اوسېدونکي: حکومت دې زموږ تړلي ښوونځي خلاص کړي

د پکتیکا ولایت د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت له ځايي ادارې وغوښتل چې د پوهنې په ډګر کې شته ستونزې حل او تړلي ښوونځي دې پرانېزي.

نویسنده: TKG
3 لړم 1395
د پکتیکا اوسېدونکي: حکومت دې زموږ تړلي ښوونځي خلاص کړي

د پکتیکا ولایت د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت له ځايي ادارې وغوښتل چې د پوهنې په ډګر کې شته ستونزې حل او تړلي ښوونځي دې پرانېزي.
دغه ناسته په یوسفخېلو ولسوالۍ کې د تړلو ښوونځیو د خلاصون تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه او د کټواز سيمې د اړوندو ولسوالیو ګڼو اوسېدونکو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی وو.
غونډې ته د یوسفخېلو ولسوالۍ د قومونو په استازیتوب ملا عبدالمنان خبرې وکړې. نوموړي وویل، په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر تر یوې کچې ښه دی، خو ډېری ښوونځي ودانۍ نهلري.
د زرغونشهر ولسوالۍ قومي مشر نظرګل وویل، چې د افغانستان دښمنان غواړي، د افغانانو زامن له زدهکړو لرې وساتي. د خوشامند ولسوالۍ قومي مشر محمد حسن وویل، په ټوله ولسوالۍ کې یو ښوونځی هم د زدهکوونکو پرمخ پرانيستی نه دی.
نوموړي له دولت او د کټواز سيمې له ولسونو غوښتنه وکړه، چې د بندو ښوونځیو په خلاصون کې دې مرسته وکړي.
د غونډې په وروستیو کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل، چې په ۲۱مه پېړۍ کې د ښوونځي تړل، د هېچا له پاره د منلو وړ نه دي. نوموړي زیاته کړه، دوى د نجونو د ښوونځيو له پاره د ښځینه ښوونکو له نشت سره مخ دي او له ډېر لوړ معاش سره سره بیا هم څوک نه تیارېږي، چې له نورو ولایتونو راشي او په پکتیکا کې نجونو ته زدهکړې ورکړي.
وحدت ټینګار وکړ، چې که پکتیکاوال په خپلو لوڼو او خویندو زدهکړې ونه کړي، د ټولنې یوه لویه برخه به يې د زدهکړې له نعمت څخه بې برخې کړې وي.
والي له ولسونو غوښتنه وکړه، چې د خپلو اولادونو د ښوونځيو په خلاصون کې دې ورسره مرسته وکړي او دولت په هر حال او ټولو شرایطو کې د دغو ښوونځيو د خلاصون له پاره چمتو دی.
د پکتیکا والي له قومي مشرانو وغوښتل چې د یوې شورا په جوړولو دې په خوشامند ولسوالۍ کې له طالبانو او بل هر هغه چا سره خبرې وکړي، چې د تړلو ښوونځيو دروازې پرانيستل شي. اوسمهال په پکتیکا ولایت کې نږدې ۴۰ ښوونځي د زدهکوونکو پرمخ تړلي دي. د دغو تړلو ښوونځيو اکثریت یې په کټواز او برمل کې موقعیت لري. د یو شمېر خپلواکو بنسټونو د شمېرو له مخې دمګړۍ په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال دغه شمېره د ۷۰۰ په شاوخوا کې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA