ads

د هندي او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تازه نښتې شوي

راپورونه وايي، د پاکستان پنجاب ايالت سره په ګډه پوله يو ځل بيا د هندي او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتو کې يو پاکستانى ټپي شوى دى.

نویسنده: TKG
3 لړم 1395
د هندي او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تازه نښتې شوي

د پاکستان پنجاب ايالت پوځي چارواکو ويلي، چې ځواکونو يې کلک ځوابي بريد کړى دى.

دغه نښتې د پنجاب ايالت هرپال او چيراړ سيمو کې شوې دي.
بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، هندي ځواکونو تېره شپه يوولس نيمې بجې د دوى پر پوستو د درنو او سپکو وسلو بريدونه کړي، چې د اندېښنې وړ يې بللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي شخړو زور اخيستى، چې له كبله يې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA