د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې د دې ولایت نوی امنیې قوماندان تر اوسه د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د جګړې له پاره نه کومې سیمې ته ورغلی او نه یې بل کوم د پام وړ کار کړی دی.
دوی وايي، چې باید امنیې قوماندان د ملي امنیتي ځواکونو ته د روحیې ورکولو له پاره د جګړې کرښو ته تللی وای، چې داسې یې نه دي کړي.
مل پاسوال سیدګل اقا روحاني د تېرې پنجشنې په ورځ د پخواني وژل شوي امنیې قوماندان زړور ذاهد پر ځای د ننګرهار ولایت نوی امنیه قوماندان وټاکل شو.
د دوی په خبره امنیه قوماندان د خپلې پېژندنې په لومړنۍ غونډه کې هم داسې څرګندونې وکړې، چې ورسره د ملي امنیتی ځواکونو روحیې ته صدمه رسېدلی شي.
خو بلخوا امنیتي چارواکي دا خبرې ردوي او وايي، چې نوی امنیې قوماندان په ټول توان سره د وسله والو مخالفینو د ځپلو له پاره پلانونه جوړ کړي دي.
د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ یو تن اوسۍدونکی سید ولی کلید ته وویل، چې له څو ورځو راهیسې داعش وسله والو د دوی ولسوالۍ ډېری سیمې نیولي دي؛ خو لا تر اوسه د ولایت امنیې قوماندان د دوی سیمې ته د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون والو ته د روحیې ورکولو له پاره نه دی تللی.
هغه وویل: (( کم تر کمه باید امنیې قوماندان د خپل کار پیل په دې سخت وخت کې چې ننګرهار ولایت ته راغلی وای، د پچیراګام ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزولو څخه ليدنه کړې وای)).
د دې ولایت یو بل اوسېدونکی حمدالله هم وايي، چې نوی راغلی امنیې قوماندان یواځې تر قوماندانۍ محدود پاتې نه شي او د پخواني امنیې قوماندان زړور ذاهد په څېر دې د امنیتي حالاتو د ښه کولو له پاره اقدامات وکړي.
شېرزاد یو تن د خوګیاڼو ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه دی، چې له نوي امنیې قوماندانه د خوګیاڼو ولسوالیو وضعیت ته جدي پام غواړي.
شېرزاد وویل: ((داعش وسله والو د شینوارو ولسوالۍ څخه وروسته اوس د خوګیاڼو د درۍ ګونو ولسوالیو خواته مخه کړې، چې باید امنیې قوماندانۍ ورته خاصه توجه وکړي)).
خو د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید سره په خبرو کې وویل، چې سید ګل اقا روحاني د ننګرهار نوی امنیې قوماندان له ټاکل کېدو سره سم د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ښه کولو له پاره اقدامات پيل کړي دي.
هغه وویل: (( د پچیراګام د عملیاتو د پلان په ترتیب کې امنیې قوماندان رول درلود او پروسونل یې توظیف کړی دی او لا هم په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکوي)).
مشرقیوال وايي، چې د عملیاتو پرمهال ټولې وظیفې ګډې وې او رهبري يې د ملي اردو سره وې.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وویل: (( چې نن سهار هم امنیې قوماندان د جلال اباد ښار امنیتي کمربند او امنیتي پوستو څخه لیدنه کړې)).
د چارو کارپوهان وايي، چې د جګړو له لیکو څخه د نظامي رهبرۍ لیدنه د سرتېرو په روحیه مثبته اغېزه کوي.
محفوظ الحق کاکړ


