ads

تركيه: تر اوسه له فتح الله ګولن سره د اړيکو په تور ۳۵ زره کسان نيول شوي

د ترکيي د عدليې وزير باقر بوزدګ وايي، چې له فتح الله ګولن سره د اړيکو په تور يې تراوسه ۳۵ زره کسان نيولي دي.

نویسنده: TKG
3 لړم 1395
تركيه: تر اوسه له فتح الله ګولن سره د اړيکو په تور  ۳۵ زره کسان نيول شوي

د ترکيي د عدليې وزير باقر بوزدګ وايي، چې له فتح الله ګولن سره د اړيکو په تور يې تراوسه ۳۵ زره کسان نيولي دي.
نوموړي پرون په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د څلور زره نورو کسانو لټون يې پيل کړى دى.
د هغه په خبره، کابو ۲۶ زره نيول شوي کسان يې تر څېړنو وروسته خوشې کړي هم دي.
باقر بوزدګ زياته كړه، له ناکامې کودتا وروسته يې تراوسه له ۸۲ زره کسانو څېړنې بشپړې کړي، چې دا مهال ۳۵ زره کسان ورسره په بند کې دي.
د ترکيې د عدليې وزير وايي، چې تر ناکامې کودتا وروسته يې زرګونه حکومتي چارواکي او پوځي افسران له دندو ګوښه کړي دي.
بايد ياده شي، چې د روان ميلادي کال په جولاى مياشت كې په ترکيه کې يوه ډله پوځي جنرالانو د ناکامې کودتا هڅه وکړه، چې له كبله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.
ترکي حکومت تبعيد شوى مذهبي شخص فتح الله ګولن په دې ناكامه كودتا كې په لاس لرلو تورن كړ، خو ګولن دا تور رد کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA