ads

امريكا كې د ټرافيكي پېښې له كبله ۱۳ تنه وژل شوي دي

راپورونه وايي، د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د ټرافيکي پېښې له كبله ۱۳ سيلانيانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

نویسنده: TKG
3 لړم 1395
امريكا كې د ټرافيكي پېښې له كبله  ۱۳ تنه وژل شوي دي

راپورونه وايي، د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د ټرافيکي پېښې له كبله ۱۳ سيلانيانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
پوليسو ويلي، د سيلانيانو بس موټر د ګړندي تګ له كبله له يوې لارۍ سره جنګېدلى، چې له كبله يې يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.
د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
چارواکو ويلي، ياد بس له سالټن څخه لاس اېنجلس ته روان و، چې له دې پېښې سره مخ شو.
د پېښې سيمه د ټرافيکو پر مخ تړل شوې او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA