ads

پاکستان: حيدر اباد ښار کې د اېم کيو اېم يو شمېر غړي نيول شوي

د پاکستان پوليسو په حيدر اباد ښار کې د چاپو پر مهال د اېم کيو اېم غورځنګ لندن څانګې لسګونه کسان نيولي او نا معلوم ځای ته يې انتقال کړي دي.

نویسنده: TKG
2 لړم 1395
پاکستان: حيدر اباد ښار کې د اېم کيو اېم يو شمېر غړي نيول شوي

د پاکستان پوليسو په حيدر اباد ښار کې د چاپو پر مهال د اېم کيو اېم غورځنګ لندن څانګې لسګونه کسان نيولي او نا معلوم ځای ته يې انتقال کړي دي.
چارواکو ويلي، چې تېره شپه لسګونه پوليسو د حيدر اباد په يو شمېر سيمو کې ټولې لويې لارې وتړلې او د کورونو تالاشي يې پيل کړه.
په نيول شويو کسانو کې د اېم کيو اېم لندن څانګې مهم غړي هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د لندن څانګې غړي د چاپو پر مهال نيول شوي دي.
په کراچۍ او حيدر اباد کې د اېم کيو اېم غورځنګ پر ضد وروسته له هغې ګامونه پورته شول، چې د دغې ډلې لندن مېشتي مشر الطاف حسين د پاکستان پر ضد پاروونکې وينا وکړه.
د ياد غورځنګ کراچۍ مېشتو غړو له الطاف حسين څخه د بېلېدو پرېکړه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA