طالبانو له قطر څخه اسلام اباد ته د خپل پلاوي لېږل تأييد کړل

وسله والو طالبانو ومنله، چې پر ځينو موضوعاتو د خبرو اترو له پاره يې يو پلاوى له قطر څخه اسلام اباد ته لېږلى دى، خو وايي، چې پاکستاني چارواکو سره د سولې په اړه خبرې ددغه پلاوي په اجنډا کې نشته.