وسله والو طالبانو ومنله، چې پر ځينو موضوعاتو د خبرو اترو له پاره يې يو پلاوى له قطر څخه اسلام اباد ته لېږلى دى، خو وايي، چې پاکستاني چارواکو سره د سولې په اړه خبرې ددغه پلاوي په اجنډا کې نشته.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې اسلام اباد ته د دغې ډلې د پلاوي د سفر موخه په دغه هېواد کې د طالبانو د دوو لوړ پوړو چارواکو ملا صمد ثاني او ملا احمدالله ناني د نيولو او هم په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په سر خبرې شاملې دي.
مجاهد زياته کړه، چې په پاکستان کې د طالبانو د مدرسو مسله هم ددغه پلاوي په اجنډا کې شامله ده.
طالبانو يو ځل بيا د مذاکراتو موضوع په کلکه رد کړې او ويلي دي،چې هېڅ حقيقت نه لري.
اخوا په پاکستان کې د افغانستان سفير او د افغانستان د جمهور رييس ځانګړي استازي حضرت عمر زاخېلوال ويلي، چې دی اسلام اباد ته د طالبانو د درې کسيز پلاوي په سفر خبر دی.
تر اوسه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


