د فيليپين جمهور رييس: له امريکا سره اړيكې نه ختموو

د فيليپين جمهور رييس رودريګو ديوتيرتي وايي، په چين کې يې چې ويلي و، له امريکا څخه جلا کېږي، موخه يې دا نه وه، چې غواړي د امريکا سره اړيکې وشلوي، ځکه چې د هغه په وينا دا يې د هيواد په ګټه ده، چې د امريکا سره اړيکې وپالي.