ads

د ختیځ تصفیه شوې سیمې ساتل غواړي

په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، په روان کال کې یې په ۶۸ ځانګړو عملیاتو کې د داعش او طالب وسله والو ۱۸۹۱ غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په ختیځ کې د ۲۰۱ سxلاب قول اردو مرستیال برید جنرال محمد علي شجاعي وايي، په ۷ ولایتونو کې د داعش او طالب وسلهوالو پر وړاندې عملیات روان دي، چې د دغو عملیاتو پرمهال یې ۱۲۴وسله وال ژوندي هم نیولي دي.

نویسنده: TKG
2 لړم 1395
د ختیځ تصفیه شوې سیمې ساتل غواړي

په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، په روان کال کې یې په ۶۸ ځانګړو عملیاتو کې د داعش او طالب وسله والو ۱۸۹۱ غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په ختیځ کې د ۲۰۱ سxلاب قول اردو مرستیال برید جنرال محمد علي شجاعي وايي، په ۷ ولایتونو کې د داعش او طالب وسلهوالو پر وړاندې عملیات روان دي، چې د دغو عملیاتو پرمهال یې ۱۲۴وسله وال ژوندي هم نیولي دي.
برید جنرال محمد علي شجاعي زیاتوي، هغه ډول چې دوی وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې، دوی ته نه ده اوښتې: ((د روان کال له پیله تر اوسه پورې د داعش ډلې ۷۶۷ غړي وژل شوي، ۲۴۸ تنه یې ټپیان دي او ۳۵ یې ژوندي نیول شوي دي.
همدارنګه د وسله والو طالبانو ۳۲۶ غړي وژل شوي،۵۵۰ ټپیان شوي او ۸۹ تنه یې ژوندي نیول شوي. دغه راز ۴۵۰ حلقې ماینونه کشف او خنثا شوي او په سلګونه کیلوګرامه نشهیي توکي، کار خونې او په لسګونه میله وسلې له منځه وړل شوې دي)).
د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی جمال ناصر که څه هم د ملي اردو په لاسته راوړنو خوښي ښيي، خو وایي، افغان ځواکونه هغه ډول چې لازمه ده له عملیاتو وروسته د سیمو ساتلو ته پلان نه لري.
جمال ناصر زیاتوي، که چېرته تر عملیاتو وروسته په تصفیه شویو، سیمو کې سیمهییز پولیس ځای پر ځای شي، ښايي عملیات ښې پایلې ولري.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي هم د شویو عملیاتو له څرنګوالي ناخوښه برېښي. دوی وايي چې امنیتي ځواکونه باید د تصفیه شویو سیمو د ساتلو له پاره ځانګړي پلانونه طرحه کړي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستیال د دغه ټکي په ځواب کې وايي، له نورو اړوندو ارګانونو سره په دې کار کوي، چې تر عملیاتو وروسته د سیمو د ساتلو له پاره سیمهییز پولیس ځای پرځای کړي.
محمد علي شجاعي زیاتوي، په ختیځ کې به د ملي اردو ځواکونه وسلهوال پرې نه ږدي، چې خلکو ته ګواښ پېښ کړي : (( د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په مسوولیتونو کې چې ۷ ولایتونه او ۷۰ ولسوالۍ شاملېږي، وسلهوالو ته به د سر پورته کولو اجازه ورنه کړو. په دې عملیاتو کې چې ترسره شوي، هوايي ځواکونو په کې مهم رول لوبولی دی)).

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA