ads

د تورخم ښاروال څارنوالۍ ته معرفي شو

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د تورخم ښاروال په منفي موضوعاتو کې د ښکېلتیا له کبله له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو.

نویسنده: TKG
2 لړم 1395
د تورخم ښاروال څارنوالۍ ته معرفي شو

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د تورخم ښاروال په منفي موضوعاتو کې د ښکېلتیا له کبله له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د لوړ پوړو مسوولینو په امر د تورخم ښاروال حمیدالله له دندې ګوښه؛ عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شو.
د ننګرهار ولایتي چارواکي د یوه ښاروال د لرې کېدو او څارنوالۍ ته د پېژندلو دا خبر په داسې حال کې ورکوي، چې پرون نوي والي ګلاب منګل د خپل کار په لومړۍ ورځ فساد سره د مبارزې په اړه د عملي اقداماتو یادونه وکړه.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه خپله د تورخم د ښاروالۍ چارواکو نظر هم واخلو خو د هڅو سره سره بریالي نه شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA