ads

د اروزګان جګړو ۵زره کورنۍ بېځایه کړي

په اروزګان کې د وروستیو جګړو له کبله د دې ولایت شاوخوا ۵ زره کورنۍ بېځایه شوې او اوس مهال د خوراک او سرپنا له نشت سره مخ دي. د دغو بېځایه شویو کورنیو ۲زره یې کندهار ته تللي او نور په همدې ولایت کې له یوې سيمې بلې ته کډه شوي دي.

نویسنده: TKG
2 لړم 1395
د اروزګان جګړو ۵زره کورنۍ بېځایه کړي

په اروزګان کې د وروستیو جګړو له کبله د دې ولایت شاوخوا ۵ زره کورنۍ بېځایه شوې او اوس مهال د خوراک او سرپنا له نشت سره مخ دي. د دغو بېځایه شویو کورنیو ۲زره یې کندهار ته تللي او نور په همدې ولایت کې له یوې سيمې بلې ته کډه شوي دي.
یوه بېځایه شوي کلید ته وویل، چې د ترينکوټ په کليو کې هرڅه له خلکو پاتې دي. نوموړی وايي: ((خلک نه د شپې تېرولو ځای لري او نه ډوډۍ لري)).
له بل لوري د اروزګان والي محمد نذیر خروټي کلید ته وویل، چې خلک د جګړو له وېرې له خپلو مېنو تښتېدلي دي: ((په ټول اروزګان کې ۵ زره کورنۍ بېځایه شوې دي، له دې ډلې له ۱۵۰۰ تر ۲ زره پورې کندهار ښار ته تللې دي)). نوموړي زیاته کړه، د اروزګان په ګرماب، سرشخلو، چرمګر او تالاني سيمو کې جګړه ده او ښار په بشپړه توګه خوندي شوى دى.
والي نذیر خروټی زیاتوي، چې له بېځایه شویو سره د مرستو پلان ترتیب شوی: (( ډېر ژر به مرستې وشي)).
د خروټي په وینا، مرستې په دوو پړاوونو کې بې ځایه شویو کورنیو ته ورکول کېږي: ((لومړی بېړنۍ مرستې دي، هڅه کوو، چې دغه مرستې ژر تر ژره بېځایه شویو کورنیو ته ورسوو او په دویم ګام کې به موږ د زیانمنو شویو خلکو یوه سروې وکړو او بیا به مرستې وکړو)).
په جنوب کې د کلید راډيو خبریال وايي، د اروزګان ټولې ملکي ادارې تړلې دي، يوازې ولايت مقام، ولايتي روغتون، امنيې قومندانۍ، د برېښنا رياست، ملي راډيو ټلويزیون او د لوا دروازې د خلکو پر مخ پرانستې دي.
نوموړی زیاتوي، په دغه ولایت کې کاروبار په ټپه ولاړ دی او خلک له دواړو خواوو غواړي، چې د ولس ستونزې په نظر کې ونیسي او له جګړو لاس واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA