ads

العبادي: د موصل په نيولو کې د ترکيې مرسته نه غواړو

د عراق صدراعظم د ترکيې هغه غوښتنه رد کړه، چې وايي د موصل په نيولو کې دې ترکيه هم برخه واخلي.

نویسنده: TKG
2 لړم 1395
العبادي: د موصل په نيولو کې د ترکيې مرسته نه غواړو

د عراق صدراعظم د ترکيې هغه غوښتنه رد کړه، چې وايي د موصل په نيولو کې دې ترکيه هم برخه واخلي.
د عراق صدراعظم حيدرالعبادي د شنبې په ورځ وويل، چې د موصل په نيولو کې د ترکيې مرستې ته اړتيا نشته.
العبادي زياته کړه، عراق به په خپله دغه کار وکړي او موصل او د عراق نورې سيمې به ازادې کړي.
تردې وړاندې د ترکيې جمهوررييس رجب طيب اردغان ويلي و، ترکيه غواړي د موصل په نيولو کې ونډه ولري.
اردغان خبردارى ورکړى، د ترکيې قوتونه چې موصل ته نږدې ځاى پرځاى دي د عراقي حکومت نه به هدايت وانه خلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA