ads

غني: څوک چې ښځو ته په بده سترګه وګوري، له دندې به لرې شي

جمهور رييس غني وايي، که چېرته وزير، رييس او هر بل مقام ښځو ته په بده سترګه وګوري، سم د لاسه به له دندې لرې شي.

نویسنده: TKG
1 لړم 1395
غني: څوک چې ښځو ته په بده سترګه وګوري، له دندې به لرې شي

جمهور رييس غني وايي، که چېرته وزير، رييس او هر بل مقام ښځو ته په بده سترګه وګوري، سم د لاسه به له دندې لرې شي.
جمهور رييس دغه څرګندونې تېر ماښام “ د ښځو له پاره په لوړو دولتي مقامونو کې د متحولې رهبرۍ” په نوم غونډه کې د ګډون پرمهال وکړې.
هغه ښځو ته د ډاډمن کاري چاپېريال د رامنځته کولو په اړه وويل، که چېرته وزير، رييس او هر بل مقام ښځو ته په بده سترګه وګوري، سم د لاسه به له دندې لري شي.
جمهور رييس ټينګار وکړ، چې حکومت په هېڅ ډول د ښځو په برخه کې له کړيو ژمنو نه شي په شا کېدای.
اشرف غني زياته کړه، د دې اړتيا ده، چې د ښځو او نارينه وو ترمنځ د بارو او درناوي فضا موجوده وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA