هند وايي، سرحدي ځواکونو يې د کشمير جمو ته نږدې په يو لړ عملياتو کې د پاکستان ۷ ملېشه ځواکونه وژلي دي.
هندي ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه سرتېري يې د هند تر کنټرول لاندې کشمير په جمو کې له هغه وروسته ووژل، چې پاکستاني سرتېري هلته کمين کې ناست وو او پر دوی يې بريد وکړ.
خو د پاکستان د پنجاب ملېشه ځواک دغه ادعا رد کړې ده او وايي، چې د دوی ځواکونه نه دي وژل شوي.
اخوا د هندي کشمير اعلی وزيره محبوبه مفتي وايي، د هند او پاکستان د دوه اړخيزو خبرو بری له دې سره تړلی دی، چې پاکستان د تروريزم ملاتړ بس کړي.
نوموړې پرون وويل په اوسنيو شرايطو کې د هند او پاکستان د خبرو امکان نشته.
د هند او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې په وروستيو کې تاوتريخوالی زيات شوی دی.


