ads

افغان پستي سيستم لاهم ابتدايي دی

د اکتوبر میاشتې نهمه د پست نړیواله ورځ وه، چې د افغانستان په ګډون په ډېری هېوادونو کې و نمانځل شوه. د پست د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وویل، افغان پستي سیستم لا هم ابتدایي دی او ډېرې ستونزې لري، چې د حل کولو له پاره یې باید کوټلي ګامونه واخستل شي.

نویسنده: TKG
26 تله 1395
افغان پستي سيستم لاهم ابتدايي دی

د اکتوبر میاشتې نهمه د پست نړیواله ورځ وه، چې د افغانستان په ګډون په ډېری هېوادونو کې و نمانځل شوه. د پست د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وویل، افغان پستي سیستم لا هم ابتدایي دی او ډېرې ستونزې لري، چې د حل کولو له پاره یې باید کوټلي ګامونه واخستل شي.
د مخابـــراتــو او معــلومــاتــي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي وویل، په افغانستان کې د افغان پست د دولتي شرکت سربېره پنځه خصوصي شرکتونه هم پستي خدمتونه وړاندې کوي او زیاته یې کړه، چې د دې خدمتونو پر وړاندې خنډونه باید له منځه یووړل شي.
نوموړی زياتوي په ځمكنيو لويو لارو كې چې پستي انتقالات سر ته رسېږي، د امنيتي ستونزو موجوديت، د پستي موادو په  لېږد كې د نړيوالو او كورنيو پروازونو محدوديتونه، د پستي سكټور سره د ترانسپورتي خصوصي سكتور نه همكاري او د قانون پر بنسټ د پستي مراسلاتو د خونــديتوب په اړه د لــويـــو لارو د امــنيتي مسوولينو ناخبري، د پستي سكټور له اساسي ستونزو څخه دي.
وحیدي زیــاتــوي، تر اوسه پــورې د پستي خدمتونو په برخه کې خصوصي سكټور په تېرو شاوخوا پنځلسو کلونو کې دوه نیم میلیونه ډالره پانګونه کړې، خو د نوموړي په خبره، لا هم د افغانستان پستي سیستم په لومړني حالت کې دی.
نوموړی وړاندې وايي، اوسمــهــال د هېواد د پست اداره د ټول هېواد په كچه ۴۶۳ پستهخانې او ۳۵ زره پستي صندوقونه لري چې له دې لارې په ملي او نړيواله كچه پستي خدمتونه وړاندې كوي.
په همدې حال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکــنالــوژۍ وزارت تخــنیـکي مرستــیال سید احمدشاه سادات وایي، دوی په ملي او نړیواله کچه پستي خدمتونه لري او په خبره یې تر اوسه یې له دوو لارو نړۍ ته پستي خدمتونه رسول، چې یو د هند او بل د دوبۍ له لارې وو؛ خو راتلونکې اونۍ به یې د ترکیې له لارې هم پیل کړي.
نوموړی وايي، پخوا به د خلکو لېږل شوي توکي په دوه اونیو کې رسېدل، خو له دې لارې به په دوه ورځو کې رسېږي.
په همدې حال کې د یو شمېر هغه خصوصي شرکتونو خاوندان چې پستي خدمتونه وړاندې کوي وایي، په نړیواله کچه د دوی د خدمتونو پر وړاندې په هوایي ډګر کې ګمرکونه ستونزې جوړوي.
د یادولو ده چې پست د لېږد او رالېږد یوه پخوانۍ طریقه ده او له دې لارې خلک تر ډېره دولتي مکتوبونه، تحصیلي اسناد، پاسپورتونه، د موټرونو  اسناد، لایسنسونه یا نور د اړتیا وړ توکي لېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA