راپورونه وايي، په سور سمندرګي کې يو ځل بيا د امريکا پر جنګي بېړۍ توغندويي بريد شوى دى.
امريکايي پوځي چارواکو ويلي، چې يمن سره په پوله په سور سمندرګي کې يې توغول شوي توغندي خنثى کړي او پر هدف نه دي لګېدلي.
د امريکايي چارواکو په خبره، د دغه هېواد پر جنګي بېړۍ د حوثي وسله والو له لوري څو توغندي توغول شوي، چې په وخت يې مخنيوى شوى او بريد يې ناکامه کړى دى.
په تېرو څو ورځو کې دا په سيمه کې پر امريکايي جنګي بېړۍ درېيم ګوزار دى، چې د حوثي وسله والو له لوري ترسره کېږي.
تر دې وړاندې هم دوه ځلې پر امريکايي جنګي بېړۍ توغندي ورول شوي وو، چې امريکايي ځواكونو يې په ځواب کې د حوثي وسله والو يو شمېر رادار سيسټمونه په نښه او له منځه يوړل.
امريکا تور پورې کړى، چې د حوثي وسله والو له لوري توغول شوي توغندي په ايران کې جوړ شوي او يادو وسله والو ته ورکړل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

