ads

په افغانستان كې د لوږې له شتون سره هم مهاله د خوړو نړيواله ورځ نمانځل کېږي

نن د اكټوبر مياشتې ۱۶مه نېټه د خوړو نړيوالې ورځې سره برابره ده، چې په ټوله نړۍ كې نمانځل كېږي.

نویسنده: TKG
25 تله 1395
په افغانستان كې د لوږې له شتون سره هم مهاله د خوړو نړيواله ورځ نمانځل کېږي

نن د اكټوبر مياشتې ۱۶مه نېټه د خوړو نړيوالې ورځې سره برابره ده، چې په ټوله نړۍ كې نمانځل كېږي.

په افغانستان كې دا ورځ په داسې حال كې نمانځل كېږي، چې ملي او نړيوال معتبر بنسټونه په دې هېواد كې د غذايي خونديتوب په اړه اندېښمن دي.

د خوړو پاليسي نړيوال انسټيټيوټ نومې ادارې تازه د هغو هېوادونو لېست خپور کړى، چې اوسېدونکي يې له لوږې سره مخ دي.

افغانستان ته په دغه لېست کې له ۳۴ اعشاريه اتو نومرو سره اتم ځاى ورکړل شوى دى.

د يادې ادارې چارواکي وايي، په ۲۰۳۰ کال کې په نړۍ كې د لوږې له منځه وړلو هدف په داسې صورت کې ترلاسه کېداى شي، چې له سياسي لارې دغه هدف ته د رسېدو هڅې وشي او جګړې پاى ومومي.

په همدې حال كې د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت غذايي خونديتوب يو له خپلو درېيو لومړيتوبونو څخه بولي.

دغه وزارت د باكيفيته خوړو د واردولو او پلورلو له پاره د لابراتوارونو پر جوړولو ټينګار كوي.

د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د هېواد په بازارونو كې بې كيفيته او تاريخ تېري خوراكي توكي په ازاد ډول پلورل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA