ads

ملکیان؛ په سره تنور کې

له څه کم څلوېښتو کلونو راهیسې په هغه کورنۍ جګړه کې چې پر افغانانو تپل شوې، تل ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې کورونه یې ویجاړ شوي او مالي زیانونه وراوښتي.

نویسنده: TKG
25 تله 1395
ملکیان؛ په سره تنور کې

له څه کم څلوېښتو کلونو راهیسې په هغه کورنۍ جګړه کې چې پر افغانانو تپل شوې، تل ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې کورونه یې ویجاړ شوي او مالي زیانونه وراوښتي.
له بده مرغه اوس هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جګړې اور بل ساتل شوی او لویه بیه یې هم ملکي وګړي ادا کوي.
تېرې څو میاشتې هلمند، ارزګان، فراه، زابل، ننګرهار او کندز په سره تنور اوښتي، هره ورځ پکې د مرګ بلاګانې ګزمې کوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون د عامو خلکو ژوند اخلي.
له شاوخوا یوه کال وروسته د دویم ځل له پاره وسله وال طالبان توانېږي د کندز مرکز ته سقوط ورکړي او د ښار په مرکزي چوک خپل بیرغ ځوړنډ کړي. اوس د هغه معقولې پر بنسټ چې له یوه غاره څوک دوه ځلې نه چيچل کېږي، دا پوښتنه رامنځ ته کېږي چې ولې یو ځل بیا کندز د طالبانو لاس ته ولوېد؟
تېر ځل له طالبانو څخه د کندز ښار تر بېرته نیولو وروسته جمهور رییس اشرف غني دې ولایت ته د یو سفر په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې بل ځل به کندز د طالبانو لاس ته نه لوېږي.
خو افغان څېړونکي وايي، یو وار بیا دې ولایت ته د وسله والو طالبانو ننوتلو وښوده چې افغان حکومت په کندز کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.
د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان چې د افغانستان امنیتي وضعیت له نږدې څاري، د کندز د بیا سقوط دلیل، د افغان امنیتي ادارو په ځانګړې توګه د کشفي ادارو تر منځ د همغږۍ نشتوالی ګڼي.
په هر حال تر ټولو د خواشينۍ ځای دادی چې د کندز هلمند او فراه خلک یو ځل بیا د اور په سره تبۍ ناست دي، په کندز کې د خلکو جسدونه د ښار په لښتیو کې پراته دي، دغه ښار اوس په یوه کنډواله بدل شوی، داسې چې د ځايي خلکو په خبره لکه یوه سخته زلزله چې پرې تېره شوې وي.
ګڼ خلک بې کوره شول او اوس تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي، تر اوسه هیڅ داسې د پام وړ مرسته د دغه ولایت له بې ځایه شویو سره نه ده ترسره شوې او ټول په ډېر بد حالت کې ورڅیرمه ولایتونو مزار، تخار، بغلان او حتا مرکز کابل ته کډوال شوي دي. دوی د خوراک، څښاک او پوښاک هېڅ هم له خپلو کورونو له ځان سره نه دي وړي.
مېنې یې ړنګې او مالونه یې هم تالان شوي. دوی مرستو ته اړتیا لري، خو د دولت لخوا ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
د هېواد د شمالي کندز ولایت اوسیدونکي او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي هلته د انساني ناورین په تړاو خبرداری ورکوي. د رپوټونو له مخې، کندز کې ډېر کسان د جګړې په ډګر کې بند پاتې دي او له دغه ولایت د وتلو توان هم نه لري.
د کندز ښار سقوط او د بروکسل نړیوال کنفرانس په یوه وخت رامخې ته شول، چې طبعا نړیوالو ته یې یو ځل بیا د افغانستان جګړه په پردیو پورې تړلې وښوده او دا یې جوته کړه چې دا جګړه د قوي کړیو لخوا پر مخ وړل کیږي. شنونکي په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیانو د ګټو جګړه بولي او وایي چې په دغې جګړه کې تر ډېره خپله بهرنیان ښکېل دي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر له افغان حکومت څخه غوښتي وو چې د سولې په اړه نړیوالو ته تضمین ورکړي او په دې اړه جامع طرحه وړاندې کړي، خو د شنونکو په باور په اوسني وضعیت کې افغان حکومت سولې ته جوګه نه دی.
نړیواله ټولنه د افغان حکومت له نیمګړتیاوو خبره ده او پر دې پوهېږي چې په روان وضعیت کې حکومت ورته د سولې د راوستلو تضمین نشي ورکولی.
که چارواکي په کندز کې د جګړې ختم او د ملکي خلکو وضعیت ته زر تر زره ونه رسیږي، په کامل یقین سره ویلی شو چې هلته به د یوه بشري ناورین شاهدان اوسو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA