په کابل کې یوه نابينا مېرمن د نورو هغو له پاره، چې په سترګو څه نه ويني، د ستر خدمت جوګه ګرځېدلې.
نوموړې د نابينایانو د ستونزو د حل په موخه داسې موسسه رامنځته کړې، چې ښځې پکې د خپلو ورځنیو کارونو تر څنګ د بریل خط له لارې زدهکړې هم کړې.
بنفشه یعقوبي د سترګو بینایي نه لري، خو د نړۍ ښکلاوو ته د زړه په سترګو ګوري.
نوموړې په ایران کې د لېسانس تر کچې زدهکړې کړې دي او اوسمهال د کابل په يوه خصوصي پوهنتون کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخته ده.
نوموړې وايي، د شاوخوا ۷ کلونو راهیسې یې د نابینا افغان میندو او ماشومانو له پاره ښوونیز او روزنیز فعالیتونه ترسره کړي دي.
نوموړې د راهیاب په نوم موسسه کې د ۷ کلونو راهیسې نابینا کسانو ته د ورځنیو کارونو ترسره کولو تر څنګ د بریل خط له لارې د زده کړو زمينه برابره کړې.
بنفشه یعقوبي وایي، په ایران کې یې د نابينا کسانو له پاره ځانګړې موسسه (عصای سفید) کې د بريل خط لومړنۍ زدهکړې ترلاسه کړې: ((له هغه وروسته چې د بريل خط مې زده کړ، لکه نور زده کوونکي ښوونځي کې شامله شوم، هغه وخت مې زړه کې یوه هیله پیدا شوه؛ هیله دا وه، چې کله افغانستان ته راشم، نو دې ته ورته یوه موسسه به جوړوم چې نابینایان پکې زدهکړې وکړي او نورو روغو کسانو ته احتیاج نه شي)).
۲۵ کلنې بنفشې له ماشومتوبه د سترګو لید نه درلود، خو مایوسه شوې نه ده، تل یې کوښښ کړی چې د ژوند له نېکمرغیو خوند واخلي او د نړۍ رنګينې د زړه په سترګو وګوري: ((ما چې تر اوسه په خپل ژوند کې څه غوښتي هغه مې لاسته راوړي او د خپل کار او هیلو پر وړاندې مې ټول خنډونه له منځه وړي، تل مې هڅه کړې ستونزو ته د حل لاره پیدا کړم، نه دا چې لاس تر زنې کېنم او هغه مې د پرمختګ خنډ شي)).
یعقوبي نورو کسانو ته هم سپارښتنه کوي، چې له ستونزو سره مبارزه وکړي: ((خلک په خپل ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ وي، خو ښه خبره داده، چې دغو ستونزو ته څنګه د حل لاره پیدا کړي او له تیارو ځان وباسي. تر ډېره ما هم همدا کوښښ کړی چې نه یوازې خپلې ستونزې حل کړم بلکې د نورو نابینا کسانو د ستونزو په حلولو کې هم ورسره مرسته وکولای شم)).
بنفشه یعقوبي د خپل ژوند د تجربو پر بنسټ وايي، یو څوک هغه مهال ناکامېږي او له ستونزو سره مخ کېږي چې په خپل ځان باور له لاسه ورکړي، نو نوموړې ټینګار لري چې ټول باید پر خپل ځان باور ولري: ((زما خپل همت او د کورنۍ ملاتړ راسره مرسته وکړه، تر څو زه او خاوند مې په دې وتوانیږو چې د راهیاب په نامه داسې یوه موسسه رامنځته کړو چې په افغانستان کې د نابینا کسانو لپاره ګټوره تمامه شي)).
نوموړې زیاتوي، په افغاني ټولنه کې د ټیټې فرهنګي کچې له کبله ډېر ځله معلولیت لرونکي کسان ځورول کېږي او ناوړه خبرې ورته کېږي، خو نوموړې وايي، هېڅکله به د نورو ناپوهي د هغې د فعالیتونو مخه ونه نیسي او خپلو هڅو ته به همداسې دوام ورکړي.
د راهیاب په موسسه کې اوس مهال د سلو شاوخوا نابینا ښځې او ماشومان لیک لوست زده کوي او دغه کسان د ځانګړو استادانو له خوا د ورځنیو کارونو ترسره کولو په اړه لارښوونو ته غوږ نیسي او عملي کوي یې.
د راهیاب موسسې مشره بنفشه یعقوبي وایي، ډېر ځله یې کورنۍ ورته ویلي چې د دغه موسسې د چلولو په څېر سخت کارونه پرېږدي او چېرته ارامه دنده ترسره کړي، خو نوموړې ټینګار کوي چې هېڅکله به داسې ونه کړي، ځکه دلته له نابينا ماشومانو سره مرسته کوي، تر څو هغوی په خپلو پښو ودرېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

