ads

په ځان عرېضه

د طالبانو تر سقوط راوروسته تر ننه پورې حکومت د بېلابېلو ډلو ټپلو، سیاسي مداریانو، د نفوذ خاوندانو، پخوانیو جهادي مشرانو او زوراکو تر نفوذ لاندې دی او چارواکي نه دي توانېدلي، چې په پراخو اصلاحاتو لاس پورې او د شایسته سالارۍ اصل پلی کړي.

نویسنده: TKG
24 تله 1395
په ځان عرېضه

د طالبانو تر سقوط راوروسته تر ننه پورې حکومت د بېلابېلو ډلو ټپلو، سیاسي مداریانو، د نفوذ خاوندانو، پخوانیو جهادي مشرانو او زوراکو تر نفوذ لاندې دی او چارواکي نه دي توانېدلي، چې په پراخو اصلاحاتو لاس پورې او د شایسته سالارۍ اصل پلی کړي. 

د حامد کرزي د حکومت دورې په پای ته رسېدو سره، چې جمهور رییس اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ چیغې وهلې، یو څه هیلې راوټوکېدلې، چې که خدای کول له دې وروسته به حکومت د نفوذ خاوندانو او سیاسي کړیو له فشارونو راووځي او په پراخه کچه اصلاحات به رامنځ ته شي. خو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې افغانان يوازې او يوازې د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست ترمنځ د سیاسي ناندریو شاهدان پاتې شوي او بس. همدا اوس اوس ډېری سیاسي او پوځي چوکۍ او منصبونه د داسې بې کفایته اشخاصو په لاس کې دي، چې د خپلې اړوندې ادارې مدیریت خو پر ځای پرېږده، چې خپل ځانونه هم نه شي مدیریت کولای.

دا زموږ شخصي خبره نه ده، همدا تېره اوونۍ جمهور رییس اشرف چې د کمپاین پرمهال یې د پراخو او بنسټیزو اصلاحاتو د رامنځ ته کولو له پاره چیغې او نارې وهلې، په جهر په دې اعتراف وکړ، چې په تېرو دوو کلونو کې د امنیتي ستونزو تر ټولو عمده علت نااهله افرادو ته د دندو سپارل دي. 

جمهور رییس اشرف غني په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې د اصلاحاتو پر وړاندې د مقاومت زغم نور پای ته رسېدلی او له هغو کسانو سره به چې د اصلاحاتو مخالفت کوي او یا په فساد او مافیاګرۍ کې لاس ولري، قاطع چلند وشي. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره کړې، چې له دې وروسته به پوځي ترفېعات د مسلکيتوب اصل ته په پام ترسره کېږي، ځکه په خبره یې که چېرې په امنیتي ادارو کې اصلاحات رامنځ ته نه شي، په جنګ او سوله کې به بریالیتوب ته لاسرسی ناشونی وي.

د اصلاحاتو په رابطه په ټولو برخو کې د جمهور رییس اشرف غني څرګندونې پر ځای دي، خو جالبه دا ده چې جمهور رییس ولې دوه کاله پس دغې تشې او ستونزې ته پام شوی دی او ولې یې د حکومت له پیله له خپل سیاسي رقیب سره یو ځای په اصلاحاتو لاس نه دی پورې کړی؟ علاوه پر دې ایا په خپله جمهور رییس اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د نااهله افرادو ترفېعګانې نه دي منظورې کړې او نااهلو ته یې ستاینلیکونه او مډالونه نه دي ورکړي؟ 

څه وخت وړاندې د غزني امنیه قومندان جنرال امرخېل یو اعتراض همدا و، چې د کورنیو چارو په وزارت کې د خپلوۍ او واسطو پر بنسټ خلکو ته ترفېع ورکول کېږي او هغه افراد له یاده ایستل شوي، چې له کلونو کلونو راهیسې په خدمت بوخت دي او له هېواد څخه د دفاع په برخه کې خپل سرونه بایلي.

له دې ټولو ټکو سره سره دا اصلاحات باید څوک او له کومه ځایه شروع کړي؟ ایا دا د جمهور رییس او اجرائیهرییس دنده نه ده، چې وړ او په کار پوه کسان پر دنده وګماري او که د دغو اصلاحاتو د رامنځ ته کولو له پاره هم د جان کېري د راتلو اړتیا ده؟ 

همدا اوس اوس په یو شمېر ولایتونو، ولسوالیو او امنیې قومندانیو کې داسې بې کفایته اشخاص دندې اجرا کوي، چې اصلاً په خپله خبره هم نه پوهېږي. تېر ځل د کندوز په مسئله کې د دې پرځای چې له سهل انګارانو سره جدي او قانوني چلند شوی وای، وستایل شول او دا ځل یې داسې یو بې کفایته والي ور معرفي کړی، چې اصلاً نه پوهېږي څه ووايي. 

ایا خلکو جمهور رییس اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ته د همدې له پاره رایه ورکړې وه چې له سر او ماله خلاص شي او که د دې له پاره چې د ښه ژوند امکانات ورته برابر کړي؟

ښه دا ده چې هم جمهور رییس اشرف غني او هم ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو دوو کلونو کې خپلې تشې او نیمګړتیاوې په جدي توګه وارزوي او د اصلاحاتو لړۍ له خپلو ځانونو، له خپلو ټیمونو او له خپلې شاوخوا څخه شروع کړي او په دې برخه کې د هېڅ سیاسي، قومي، تنظیمي او نورو ډلو فشارونو ته غاړه کې نه ږدي.

جمهور رییس اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله ته دا نه ښايي چې د سیاسي مبصرینو په توګه په ټلویزیونونو کې راښکاره شي او ووايي چې په فلاني ځای کې دغه او هغه ستونزې دي. دوی باید ووایي چې په فلانۍ برخه کې یې څه څه کړي او کومه شایسته سالاري او مسلکيتوب په پام کې نیول شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA